نظــر

د ملا داد الله اخند دوې نادري خاطرې !!!

لیکنه: محمود افغان . . .

د مزار شریف په ښار کې په هغه وخت کې د مزار والي نور الله نوري (د ګونتنامو مشهور اسیر او د امارت د سیاسي کمیسیون بر حاله غړی) له ملا داد الله مرحوم سره ناست و زه هم په دې مجلس کې حاضر وم، مجلس ډیر صمیمانه او خوږ و، غرمه شوه، د مزاري پر فضا باندي د امریکایانو B52 ستري الوتکي ګرزېدلې، موږ به په بیا بیا ورته کتل!!

په دې وخت کې لا امریکایانو بمبارد نه و پیل کړی، ملا داد الله اخند نوري صاحب مخاطب کړ او ورته کړه يې: چې د جیټ طیارو پلوټان به را وغواړو، او هغوی ته به ووایو چې تاسو طیارې پورته کړئ او د امریکایانو له طیارو سره يې وجنګه وئ، چې را ويې غورځه وو، او تاسو ځانونه په پراشوټ کې ترې خطا کړئ.

دا زموږ اخیري بې بسي وه، دښمن مو د افغانستان پر پاکه خاوره نشو زغملای، خو وس مو هم کار نه کاو، یوازي له دې چې خپلي طیارې ورسره وجنګه و.

بالآخیر پلوټان راغلل دوه نفره ول، هغوی له رنګه پلوټان نه ښکارېدل، ډیر غریب خلک ول، او ډیر په عاجزي سره د ملا داد الله او نوري صاحب و مخته ناست ول، هغوی په جواب کې ورته وویل: چې ملا صاحب!! د دغو طیارو سپیټ ډیر زیات دی، او ارتفاع يې هم زیاته ده، نو دا ستاسو فلان ممکن ندی.

دا خبره د ملا داد الله مرحوم تر تلینه را یاده شوه، الله دي ورباندي ورحميږي، له دې سره یوه بله نادره چې زما په ذهن کې اوس هم شته هغه دا ده، چې یو وخت د عطا نور ملېشو د مارمول ولسوالي له خوا په همدغه د امریکایانو د حملې په وخت کې د مزار د ښار پر کمر بند باندي حمله وکړه.

ملګري يې را شاته کړل، ملا نور الله نوري چونکي د مزار والي و، نو ځکه له ملګرو پټ په یو موټر کې مارمول ته د وضعیت د ارزولو لپاره ولاړ، چې زه هم ورسره ملګری وم، هلته د جګ غره په سر کې اور بلېدی، ملا داد الله نوري صاحب ته ویل: چې نوري صاحب!
که تر سهاره دا خلک د غره په دې سر کې پاتي شول، بس نور نو مزاره سقوط ده، او که ولاړل بیا نو ان شاء الله چې دښمن نا کام دی!!

زه حیران دې ته شوم، چې بې له جنګه د مزار د سقوط او نه سقوط خبره څرنګه سره لګیږي؟ هغه و چې سهار ته دښمن په تیښته بریالی شوی و، او فلان يې ناکام شو.

2020-05-14

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx