روسي ورځپاڼه: امریکي داسلام په خلاف ناوړه جنګ باندي لاس پوري کړی دي

world_trade_center(نن ټکی اسیا جولای/۰۷/۱۴) له روسیی څخه دبرافدا په نامه یوه ورځپاڼه لیکي، امریکایانو دمسلمانانو اولاتیني تورپوستو اوسپین پوستو وګړو په وړاندي یوناوړه اونه ختمیدونکي جنګ پیل کړی دي، ورځپاڼه زیاته وي امریکایانو  له دغووګړو څخه دترهګري په نامه سره دقرباني پوسونه جوړکړي دي، له دي سره سره چي دغه خلګ وژني تعذیبونه ورکوي په یوه اوبله بهانه یی ځوروي دهغوي عقائد اوعنانات یی هم خپل هدف ګرځولي دي.

ورځپاڼي دتیري چارشنبي په ورځ پرخپل سایټ باني لیکنه نشرکړي وه اوپه هغه کي یی پر امریکني میډیاباندي هم ګوت نیونه کړي وه، چي امریکایی خبري رسنئ په یونه بل ډول باندي دغو خلګو باندی تورنه لګوي اومختلفو نامناسبو نومونو سره یی نوموي، چي اکثره یی مسلمانه ټولنه ددارنګه تورنو هدف ګرځی.

ورځپاڼه زیاته وي امریکایی چارواکي همیشه نارینه مسلمانان اوحتی ځیني وخت مسلماني ښځي هم په دي تورله کورونو څخه په ډیره بی رحمانه توګه راباسي چي ګواکي له ترهګروسره اړیکي لري، خو دهغوي ګناه یواځي داوي چي په هغه ښاراوسیمه کي اوسیږي چیري چي دارنګه پیښي رامنځ ته کیږي اویا داګناه یی کړی وي چي دامریکي په متحده ایالاتو کي هستوګن وي.

ورځپاڼه په په تآسف سره لیکنه مخ په وړاندي بیایی، لیکي، ولي یواځي مسلمانان په نښه کیږي؟ حال داچي اسلام دورورګلوي اومحبت لارښونه کوي نه دنفرت اوبدبیني، دامن اوسکون درس ورکوي نه دجنګ اوویني تویني، داحسان اونیکي لارښونه وکوي،نه دطمع اوچاپ لوسی، دبخښني اوترحم درس ورکوی،نه دویره اچوني اووژني، ورځپاڼه پوښتنه کوي ولی مسلمانان په هرځاي کي دامریکایانو هدف دي، حال داچي اسلام هغه ویاړونو ته بشریت رابولي کوم چي یهودیت اوعیسویت یی رابولي.

ورځپاڼه زیاته وي له چاسره به ددغه سؤال جواب وي، چي له یوه لوري نړي له نفرتونو اوکرکوڅخه ډکه شوی ده اوله بله لوري امریکایانو داسلام په وړاندي نړیواله جګړه پیل کړی ده، بلکه امریکااوس په خپله خاوره کي هم په مسلمانانو پسي پایڅي راپورته کړی ده اوس په امریکا کی هم مسلمانان دامریکایانو له شره څخه په امن نه دي، هره ورځ وینو چي مسلمانان په یوه اوبل نامه باندی له کورونه څخه رایستل کیږي اودامریکي دڅارګري اداري لخوا له ډول ډول سؤالونو اوتکلیفونه سره مخ کیږي.

ورځپاڼه داحمد عبدالقدیر په نامه سره دیوکس نوم اخلي، وایی چي څه وجه ده چي احمد عبدالقدیر دامریکایانو له لوري دترهګري سره دتړاو په تورنیول کیږي تردوو میاشتو پوري په بحرکي ساتل کیږي دامریکي داستخباراتو له لوري له تعذیبونه اووهلو سره مخ کیږي، حال داچي له ترهګري سره دتړاو په تورورباندي هیڅ نه لیدل کیږي، غیرقانوني نیول کیږي، کور کی عسکرلویږي بچیان یی ورباندي ژړیږي، بغیرله کومه ښکاره جرمه څخه له کوره څخه په کوم نامالوم لوري وړل کیږي.

ورځپاڼه په خپله لیکنه کي زیاته وی دیولسم سپټمترله پیښي وروسته په سلګونو دارنګه بی ګناه کسان چي دامریکني خبري رسنیو له لوري ګناهګار ښودل شوی دي، دامریکایانو له لوری نیول شوی، ټکول شوی اوحتی وژل شوی دي، اوځینی یی لاتراوسه پوری نادرکه دي.

ورځپاڼه وایی دجولای پرپنځمه نیټه دامریکی ددفاع وزارت خبرنشرکړي وو، چي دامریکي له لوري څخه نیول شوی کس عبدالقدیرپه صومالیه کي دحرکت الشباب اوالقاعده ډلي لپاره ځوانان روزل اوهغه یی جهاد ته پارول، اولدي سره سره ورباندی تورلګول شوی وو، چي عبدالقدیر سره وسله اوچاودیدونکي توکي نیول شوی وو.

خوورځپاڼه وایی له دغوټولو تورونو څخه یوهم حقیقت نه لري یواځی په دي تور مسلمانان نیول کیږی چي امریکایان ورباندي ګمان کوي چي  له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري. ورځپاڼه لیکي دصوماليی ازادي غوښتونکي ډله حرکت الشباب چي دهیواد دازادي لپاره جنګیږی، اویوه ازادي غوښتونکي ډله ده، خوامریکایانو په ۲۰۰۸ کال کی ورباندي دترهګري ډلی نوم کیښود اودویره اچونکو په ډلو کی یی شامل کړو، ترڅو دخپلو سیاسي ګټو لپاره دقربانی پوسونه ځینی جوړکړي، ادخپلو سیاسي ګټو لپاره یی قربان کړي.

ورځپاڼه وړاندي لیکي، القاعده چي امریکی له لوره جوړه شوی ډله وه اودامریکي دڅارګري اداري سی آی ای له لوري منځ ته راغلي، ترهغه پوری چي له القاعدي سره دامریکایانوګټي ترلي وی، القاعده دایمان او القاعدي لپاره مبارزه کونکي ډله وه له القاعدي سره تړلی جنګیالی دخپلو ارادو دازادي جنګیالي بلل کیدل، خوچي کله دامریکایانو لاره له هغو څخه جلاشوه نوپرهغوي باندی دغلو، ویره اچونکو انسانیت وژونکو اوترهګرو ټاپي ولیګیدي، اودهغو دختمولو لپاره یی له هررنګه وسائلو څخه کارواخیستي، ترڅو چي له القاعده نوره دځمکي له سره ورکه کړي، دنړي له ډیرو پرمخ تللو وسلو اوټیکنالوچي څخه کارواخیستي، چي دغه سلسله لاتراوسه پوری هم دوام لري.

ورځپاڼه وایی، امریکایان څه حق لري چي به نورو هیوادونو کي خلګ نیسي محکمه کوی یی، وژنی یی لادرکه کوی یی، کچیري کوم هیواد کي کوم مجرم وی داخو دهه هیواد کارده چی هغه ونیسي اومحکمه یی کړي، خومونږ وینو چي دامریکي حکومت اوڅارګري اداري یی په نړي کي دلاس پوڅو ډلو اواشخاصو جالونه خواره کړي ده، په غیرقانوني اومنطقي توګه خلګ نیسي، حتي کوم هیوادکي چي څوک نیول کیږي، هغه پدي خبرهم نه وي خوامریکایان هلته عملیات کوي خلګ نیسي اوله ځانونوسره یی وړي.

ورځپاڼه پدغو ټکو سره خپلي لیکني ته دپای ټکی ږدي، وایی دجرمنو په وړاندي نړیواله محکمه چي په کال ۲۰۰۲ په روم کی منځ ته راغلي تراوسه پوري په ډیرو هڅوکي کامیابه شوی دي، اوډیرهغه وګړي چي لویو جرمونو اوعامه وژنو باندی تورن وو نیولي اومحکمي ته وړاندي کړی دي.

خوورځپاڼه زیاته وي چي په ډیرتآسف سره باید وویل شي، داسي مالومومیږی چي دغه اداره هم دکومو استعماګرانو له لوري مخ په وړاندي بیول کیږی، یواځي هغه کوچني اوکم مجرم کسان رانیول کیږي چي ددغو استعمارګرانو له لوري ورته په ګوته کیږي، مونږنه ولیدل چی کله کوم امریکایی مجرم چي په نړي کي دمظلومو انسانانو ویني څیښي ددغي محکمي له لوری دي محکمه شوی اویا مجرم بلل شوی وي.

ژباړه:        بخت الرحمن بخت ………….. نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د