ورزش

شفق د کرکټ بورډ د پریکړې په غبرګون کې؛ په زوره اقرار ته اړ ایستل شوی یم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ غوایي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ وهونکی شفیق الله شفق څو ورځې وړاندې د کرکټ بورډ لخوا د فساد په تور له شپږ کلن بندیز سره مخ شو.

شفیق الله شفق د یادې پریکړې په غبرګون کې تېره ورځ په خپله فیسبوکپاڼه په ژوندۍ بڼه یوه ویدیو خپره کړې چې وایي، پر نوموړي د کرکټ بورډ لخوا په زوره اقرار شوی او نوموړی یې په بېلا بېلو لارو له فشار لاندې راوستی دی.

د شفق په وینا چې په کرکټ بورډ کې یو شمېر چارواکي غواړي دده لوبیز ژوند له منځه ویسي او په یوه او بله پلمه پرې تورونه لګوي.

شفیق الله شفق د خپلې قضیې او د کرکټ بورډ په فساد ضد کمیټې په اړه له اشرف غني غواړي چې په کرکټ بورډ کې د نا اهلو کسانو مخنیوی وکړي کنه ډير ژر به د افغانستان کرکټ د تباهۍ ښکار شي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر لوبغاړي شفیق الله شفق تور پورې کړی و چې په بنګلدیش غوره لیګ کې يې د فیکسر سره لیدلي او په دې اړه یې کرکټ بورډ یا ځایي چارواکو ته خبر نه دی ورکړی.

کرکټ بورډ ویلي وو چې پر نوموړي یې شپږ کاله بندیز په داسې حال کې ولګوه چې شفق منلې د کرکټ بورډ لایحې نه یې سرغړونه کړې او نوموړي په دې برخو کې خپله ملامتي منلې ده.

خو شفق وایي ده دغه تورونه په دې ډول نه دي منلي چې ګواکې د فکسینګ یا جوړجاړۍ خبرې یې کړي، بلکې د هغو خلکو سره چې له ده سره د لوبډلې د اخیستلو په پلمه غږیدلي و لیدلي دي.

د شفیق الله شفق ویدیو په لاندې لینک کې کتلی شئ:

https://web.facebook.com/shafiqullah28/videos/259929595199828/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx