شخصیتونه

دشهید الحاج مولوی فضل ربي ژوند لیک

لیکوال: محمد

مِن المؤمنینَ رجالٌ صدقوا ما عاهدوا الله علیه فمنهم من قضی نحبهُ و منهُم من ینتظر و ما بدلوا تبدیلاا. صدق الله العظیم.

شهیدالحاج مولوی فضل ربي د الحاج مولوي عبدالرحمن ځوی د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ دجوزک داسماعیل خیلوپه کلي کې په کال ۱۳۵۳هـ ش په یوه متدینه اوعلمي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې، مولوی فضل ربی لاماشوم ؤ چی په ګران هیواد افغانستان دسرو لښکرو لخوا یرغل پیل شو اوګران وطن یې اشغال کړ،څرنګه چی دوخت ګوډاګی حکومت د مسلمانانو خصوصاً د علماوو سخت دښمن ؤ، فضل ربي له خپل پلار سره چې دیني جید عالم ؤ هم د نورو ټولو هیوادوالو په څېر ګاونډي هیواد پاکستان ته له خپلې کورنۍ سره هجرت کولو ته اړشو، په پاکستان کې یې د کډوالو په ګڼو کمپونو کې ژوند وکړ، دانوهغه وخت وه چی شهید مولوی فضل ربی دزدکړوجوګه شوی و، په پیل کې یې په خپل کلي کې ابتدایی زدکړې وکړې، د دیني عالي زدکړو لپاره په کال (۱۳۶۶) دارالعلوم حمایة الاسلام کی داخل شو، وروسته په ترتیب سره په دارالعلوم سرحد، دارالعلوم هاشمیة، دارالعلوم محمدیه چراټ او له هغو وروسته د هجرت كلي په الجامعة الامینیة الحقانية كي داخل شو چی د شیخ الحديث شهاب الدین دلاور او شیخ عبدالسمیع غزنوی سره یی دملګرتیاپه فضاکی درسونه سرته ورسول او د شپږمی درجی لپاره دشمالی وزیرستان په مشهوره مدرسه (شوَه دروزنده) کی داخله واخیسته چی په لږوخت کی یی دشیخ ګلزارجان صاحب دګرانو شاګردانو او د نږدی ملګروڅخه یوشو، دانوهغه وخت وه چی دطالبانو اسلامي امارت پیل شوی و، کله چی دکال درسونه پای ته ورسېدل، د خپل جهادي طبیعت له مخې له نورو ملګرو سره یوځای دټل دخپیانګې دکمپ څخه داسلامی امارت دمشرانوپه امرد پکتیکا ولایت دخیرکوټ سیمی ته ولیږل شو، د څه وخت تیرولوڅخه وروسته د امارت دمشرانوپه خوښه میدان ښار ته چی جګړې لومړی کرښه وه ولېږل شو، له یو څه مودې وروسته ټپي شواو خوست ته ولېږدول شو له رغېدو وروسته د خپلو پاتې زده کړو د بشپړولو لپاره په دارالعلوم عربیه ټل کې دتکمیل درجی ته د شیخ تاج محمد سره داخله واخسته او د کال دخلاصیدونه وروسته بیا ځلي د اسلامی امارت له خوا دخوست ببرک تاڼه کی په خدمت وګومارل شو راتلونکی کال یی بیا د وړی دورې لپاره په ټل کی داخله واخسته اودرخصتی په شپوکی دجنګ لومړی کرښی ته چهاراسیاب ته لاړ، لږوخت وروسته طالبانو په کنړ، لغمان او ننګرهار کې د (شر او فساد) ټغر ور ټول کړ، دا چې مولوی فضل ربي ته الله تعالی خورا لوی همت او لويه وړتیا ورکړې وه، په همدې اساس د اسلامی امارت د رهبری شوری په پرېکړه دکنړدعامی روغتیا ریاست اودقطعی منتظری قومندانی وسپارل شوه، چې وروسته یې د خپلې وړتیا په نتیجه کې په عمل کې ولس ته د خدمت او په جګړه ییز ډګر کې د خپلې مېړانې ثبوت نندارې ته وړاندې کړ، په ۱۹۹۹کال د پاتی درسونود تکمیل لپاره په دارالعلوم حقانیه کې د حدیثو د دورې د بشپړولو لپاره داخل شو چی په پای کی یې یاده دوره په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

کله چې پر ګران هیواد افغانستان د امریکا په مشرۍ صلیبی یرغل پیل شو، شهید مولوی فضل ربي د دویم ځل لپاره پاکستان ته مهاجر شو او د هغه ځای څخه یی د امریکایي صلیبي یرغل په خلاف وسلوال جهاد پیل کړ، د همدی انقلاب په دوران کی دری ځله په پاکستان کی بندی شو چی په ټوله کې یې دری کاله بند تیر کړ، دبند په دوران کې یې ګڼ تعذیبونه وزغمل، بالاخره په کال (۱۳۹۳یم هـ ش) دعمری د اداء کولو لپاره سعودی ته ولاړ چی هلته د سعودی استخباراتو له خوا ونیول شو او تر ۱۸میاشتو یې له خپلې کورنۍ سره د مرګ او ژوند تړاو پرې شو چې وروسته د امریکا د استخباراتي ادارې او د سعودي حکومت د توافق په اساس د بګرام زندان ته راوړل شو او د تېر په څېر یې یو ځل بیا د مرګ او ژوند درک ورک شو، په یاد زندان کې له ډېرو ربړونو او تعذیبونو ګاللو او له دوه کاله بند وروسته په کال ۱۳۹۶یم د بګرام له زندان څخه خلاص شو او په هیواد کې یې د اسلامي دعوت او دیني خواروي په موخه د اناثو دوه مدرسی جوړی کړی چی شا او خوا تر اووه سوه ښځینه زده کوونکې لري اوس هم فعالی دي، دا چې شهید مولوی فضل ربي د علم له زدکړې سره خورا ډېره مینه لرله، د همدې لپاره یې تل هڅه کوله چې خپلې زدکړې جاري وساتي، په همدې موخه یې په وروستیو کې د قرآن کریم د تجوید زده کړې پیل کړې وې او له درس ویلو څخه وروسته کورته په لار و چې بالاخره د ۱۳۹۹یم کال د روژې دمیاشتې په شلمه د کابل ولایت د ۲۱مې ناحیې د غازي آباد په کلي کې د هغو مرموزو وژنو په لړ کې چې په یقیني ډول د کابل د اجیرې ادارې له خوا ترسره کېږي د ځايي اوسېدونکو د سترګو لیدلي په اساس چې د قتل په ګڼو ځایونو کې د امنیت مخفي او ښکاره اپراتیفي قواوو شتون درلود د نامعلومو کسانو له خوا په شهادت ورسېده او په هیواد کې د دیني علماوو له افق نه یو بل ځلانده ستوری د تل لپاره ولويده.

الله ج. دې یی شهادت قبول کړی او پاتی کورنۍ او ملګرو ته دې یې خدای تعالی صبر جمیل او نعم البدل ورکړی.

په نن ټکی اسیا کې د شهید مولوي فضل ربي د لیکنو مجموعه په لاندي ادرس کتلای شئ:

https://www.nunn.asia/tag/%d9%85%d9%88%d9%84%d9%88%d9%8a-%d9%81%d8%b6%d9%84-%d8%b1%d8%a8%d9%8a/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx