افغانستان

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې له خپلې دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): د پالیسې جوړونې برخه کې د مالیې وزارت مرستیالې ناهید سرابي له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

ناهید سرابي چې له تیرو ۳ کلونو راهیسې یې د پالیسۍ جوړونې برخه کې د مالیې وزارت د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله، د یو ټویټ له لارې داسې ویلي: «دا سخت تصمیم د شخصي وجوهاتو له کبله نیولی دی.»

آغلې سرابي هغه وجوهات نه دي په ډاګه کړي، د کومو له امله یې چې هغه د مالیې وزارت له مرستیالۍ څخه استعفا ته اړ شوې ده.

میرمن ناهید سرابي د نوي ډیلي پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې لیسانس ترلاسه کړی او تر لیسانس پورته زده کړې یې د امریک لویدیځ میشګان پوهنتون کې سرته رسولي دي.

نوموړې تردې وړاندې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ مرستیالې، د مالیې وزارت د پالیسۍ جوړونې مرستیالې سلاکارې،  د انکشاف ملي د ستراتیژۍ د رئیسې او د مالیې وزارت د پالیسۍ د معینیت د راپور ورکولو او نظارت د عمومي مسئولې په توګه دندې ترسره کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx