نظــر

اشرف غني او طالبانو ته د کباړ پیغور

زخمي افغان

د ارګ مشر اشرف غني چې تېره ورځ یې د کومانډو ځواکونو په مرکز کې وینا کوله، وویل چې طالبانو ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان الوتکې بیا کباړ او په پاکستان خرڅې کړي.

د نوموړي له دې خبرې را معلومه شوه چې دا ښاغلی یو مخ د معلوماتو له فقر سره مخامخ دی، نوموړی چې ځان د ټولنپوهنې متخصص بولي، له خپلې ټولنې او هیواد حتی دومره معلومات هم نلري، چې آیا د افغانستان الوتکې طالبانو کباړ کړې او که طالبانو د کباړي ټوپکیانو ټغر ورټول او هیواد یې ترې خلاص کړ.

اشرف غني ته به ووایو، چې طالبانو د افغانستان الوتکې نه دي کباړ کړي. اصلا افغانستان هغو خلکو کباړ کړ، چې نن ټول ستا د مرستیالانو، مشاورینو، وزیرانو او ملاتړو په حیث دندې اجراء کوي. د بیلګې په توګه د کابل ښار لویدیځه برخه د عبدالعلي مزاري او د هغه د ډلې لخوا کباړ شوه، هغه مزاري چې تاسو ورته د شهید وحدت ملي لقب ورکړ او هر کال یې د ویر لمانځلو لپاره رسمي پیغامونه صادروئ.

د کابل ښار جنوبي او ختیځي سیمې ستا د لومړي مرستیال امر الله صالح د ډلې لخوا په هغو توپونو تخریب او کباړ شوې چې د تیلویزیون په غره یې سنګر نیولی او لور په لور یې اورونه توغول. د کابل همدا سیمې د هغه دوستم د ملیشو لخوا لوټ او تالان شوې چې په تیرو ټاکنو کې ستا لومړنی مرستیال او څو ورځې وروسته به ستا په امضاء رسما مارشال اعلان شي.

د کابل په ختیځ کې د جنګلک کارخانې، د سروبي او لته بند د بریښنا فابریکې د حکمتیار، زرداد او نورو هغو کسانو لخوا کباړ شوې چې همدا اوس ستا میلمانه ده او ډیرو یې درته کمپاین چلاوه. ستا دغو کباړي ملاتړو د لته بند او سروبي د بریښنا فابریکو پرزې او سامان آلات د کباړ په پاکستاني سوداګرو خرڅ کړي وو. کله چې طالبانو کابل ونیو او ویې لیدل چې د بریښنا د ماشینونو پرزې کباړیانو وړي دي. د طالبانو د آب و برق وزیر ملا محمد عیسی په خپله پسې لاړ، په میاشتو میاشتو د پيښور د کارخانو او د لاهور د کباړ په بازارونو ګرځیده تر څو یې په ډبل قیمت بیرته هماغه پرزې را پیدا کړې چې ستا مقربینو او کمپاینرانو کباړ کړې وې. تر دې چې د طالبانو پر مهال بیرته په هماغو پرزو د بریښنا تولید پیل او کابل له څلور کلنو تیارو وروسته رڼا شو.

د کندهار ښار لویدیځ ته له کوکران بیا د پنجوایي تر دوراهي د عمومي سرک اړخونه له هغو ټانکونو ډک و چې مجاهدینو له شورویانو ویشتلي وو، مګر استاد عبد العلیم چې بیا ستا ځانګړی مشاور شو، دغه ټانګونه یې ټول کباړ او په پاکستاني تجارانو خرڅ کړل.

اشرف غني ته دې معلومه وي چې له افغانستانه د کباړ واردولو په نتیجه کې چې پاکستان د ( پولاد صادروونکو هیوادونو) په لست کې ودرېد، هغه د طالبانو دوره نه وه، بلکې د شر او فساد د هغو ټوپکیانو دوره وه چې اوس یې ټول مشران ستا مشاورین، مقربین یا معاونین دي.

طالب یوازې دا وکړل چې په همدې وطن پلورو کباړیانو پسې یې ټوپک را واخیست، څوک یې په پیښور او لاهور کې د کباړ په بازارونو سپارل او څوک یې تر کولاب، انقرې او تهرانه وځغلول.

نو اشرف غني بل ځل د کباړ او کباړولو له اصطلاح سره پام کوه. ځکه که ته نه پوهیږې چې نو ستا په شاوخوا راچاپیر ټوپکیان خو ښه پوهیږي چې اصلي کباړیان څوک دي. ته چې د کباړ کلمه یادوې، هغوی په ځان کې وهل کیږي. خوا یې بدیږي او اروا یې ځوریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

که څوک سیال وي همدا يي بس دي په خوا به خلکو لکه همدا دکابل اداره اود همدو ګرد چاپيره یارانو ته او په سوشل ميډيا د دوی مدافعینوته به خلکو هغه د دوی دبی شرمی او بې حیایی په وجه به ورته جټانو لفظ استعمالېده خو اوس چې دوی او جټان سره مقایسه کوي نو سړی ویلی شي چي یاره دې فاسدو ته خو د جټانو هم بلا ورواوړي . دا خلک مکمل له حیا سره هیڅ تعلق نلري

A saeed

دا خلګ شرم نه لرې ???
او په ډېر بی حېائ سره ده پاکستان دشمنې خبرې هم کوئ
اشرف ډېر لوئ بې شرف ده تر کباړېانو هم لوئ بی شرف!!!
څکه چې هغو طېاره ټانک کباړ کړل پاکستان ته ئ ورکړل او ده دې افغانستان خاوره پاکستان ته ورکړه??? دا سېمی خاردار دې دهغه بې شرف ېو نه بخشونکئ جرم ده

الحاج استاذ بیانزی

غلام غنی څو ورځی د مخه کله چه طالبانو امریکا به ګونډو او د وتلو د پاره یی رسمی لاسلیک تری د نړیوالو په حضور کی تری واخست چه د د میړنو هیواد به پریږدی، غنی به د نجیب په شان یتیم پریږدی غنی وویل زه نه غواړم چه د نجیب د برخه لیک سره مخ شم ( دی غواړی او که نه د نجیب د برخه لیک سره مخ شوی ) خو امریکا پشتی ورکوی، چه دی هم د ملګرو ملتو د فتر ته پناه وا نه اخلی او غلامه اداره سمدلاسه نسکوره شی تر هغی یی ملاتړ یادوی… نور لوستل »

احمدشاه

محترم استاذ ته
انشالله، دغه وخت ژر راتلونکی دی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx