روغتیا

لومړی اروپایي هېواد چې د کرونا پر وړاندې یې بری ترلاسه کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ غوایي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې کرونا وبا اوس هم په نړۍ کې هره ورځ د زرګونه کسانو ژوند اخلي او ددې د قربانیانو شمېر له ۳۰۰زرو واوښت، لومړی اروپایي هېواد ددې وبا پر وړاندې د بري اعلان وکړ.

د سلووینیا «Slovenia» حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په هېواد کې یې کرونا وبا په رسمي ډول پای ته ورسېده. په دې سره دا لومړی اروپایي هېواد شو چې کرونا ویروس کنترولوي، ددغه هېواد چارواکو په تېرو دوه اونیو کې په ورځني ډول یوازې ۷ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

خو ددې سربېره به هم د هېواد اتباع د کرونا ویروس د احتمالي خپریدو مخنیوي لپاره اساسي اصول او قواعد مراعاتوي.

د یوه بیان له مخې د سلووینیا حکومت ویلي، له بهر څخه دغه هېواد ته راتلونکي کډوال اوس د تیرې اپریل میاشتې په څېر په دې مکلف نه دي چې لږ تر لږه د اوه ورځو لپاره کرنتین شي.

د اروپایي هېوادونو ایټالیا، اتریش، هنګري او کروشیا سره په ګډه پوله د دوه ملیونه وګړیو دغه هېواد کې د مارچ میاشتې له ۱۲مې نیټې تر دې دمه د کرونا ناروغۍ ټولې «۱۴۶۴» مثبتې پېښې ثبت شوي چې له کبله یې ۱۰۳ کسان مړه شوي او پاتې نور بیرته ښه شوي دي.

سربېره پر دې حکومت دا هم روښانه کړې، هغه څوک چې د کرونا ناروغۍ نښې ولري دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه نه لري.

باید وویل شي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس څخه د مړو شمېر له ۳۰۰زرو پورته شوی دی، په دې لړ کې اروپایي هېوادونه له امریکا وروسته تر ټولو ډير ځپل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x