نظــر

پر نړۍ د حکومت کولو د یهودو خوبونه او پلانونه(دريمه برخه)

عزام مهاجر

دا افسانه نه، یو وېرونکی حقیقت دی

هر چا چې هم د پروټوکولونو لپاره خپل ذهن استعمال کړی دی، له شکه پرته هغوی د انساني فطرت، تاریخ او سیاسې امورو ژور ادراک درلودی. او په هغو حقیقتونو هم ښه خبر وو کوم چې بالآخر انسان تر اقتداره رسوي. دا افسانوي خبرې نه بلکې یو وېرونکی حقیقت دی. دا یوازې اندازې نه بلکې پلان شوې او جوړې شوې منصوبې دي. دا په جعلي توګه لیکل شوي او یو چا ته منسوب شوي نه بلکې د ژوند له ژورو رازونو څخه د باخبرو خلګو منصوبې او طرحې دي.(دې ډییر بورن انډيپینډینټ ۱۰ جولایي ۱۹۲۰م)

• مار او مېرمن

له دغو پروټوکولونو څخه هر یو په خپل ځان کې یو خاص پیغام، د عمل لپاره یوه خاص لائحه او خاص تجزیه لري. کومو معتمدو خلګو یا موظفینو ته چې یو ځانګړی پیغام ور رسول هدف و(یا دی) هغوی په دې ښه پوهېږي؛ د هغه مطابق یې عمل کړی دی او راتلونکې کې به یې هم کوي.

په دریم پروټوکول کې د «نښه ییز مار» یادونه شوې ده، د همدې اړوند پروفیسر سرجای نائلس د ۱۹۰۵م کال په چاپ شوې شمېر کې لیکلي و:
« د یهودو د پټ تنظیم له ریکارډ څخه معلومیږي چې هوښیارانو او عقلمندو یهودانو د مار د عیارۍ او مکارۍ په څیر په داسې وسائلو او اسبابو سره د نړۍ د فتح کولو پروګرام جوړ کړی دی چې د ځان سره امن او د امن پیغام ولري. د دې مار نښه ییز سر د هغو خلګو نمائندګي کوي څوک چې د دې تنظیم خفیه منصوبو ته د عملې لباس ور اغوستلو لپاره په اعتماد کې اخیستل شوي دي. د مار له جسم څخه مراد یهودي قوم دی. دا تنظیم تل پټ ساتل شوی دی تر داسې چې خپله یهودي قوم هم له هغه څخه خبر نه دی. دې مار چې کومو قومونو ته لاره موندلې ده د هغوی د هیوادونو ټول قوتونه یې کمزور، مفلوج کړي او ژوندې تېر کړي دي.»

یهودي مېرمنې

د دې مار کار تر اوسه نه دی خلاص شوی. دا مار به د خپلې ټاکل شوې منصوبې مطابق خپله ټاکل شوې لار او فاصله پرېکوي او په صهیون(فلسطین) کې به خپل سر راباسې (را ایستلی یې هم دی. لیکوال) او د دې هدف لپاره به دا مار په ټول یورپ کې ګرځي او هغه به په خپله غېږ کې اخلي. په ځنځیرونو د یورپ له تړلو وروسته به ټوله نړۍ په بره ونیسي او د نورو هیوادونو د تابع کولو لپاره به پر هغوی د مالي او اقتصادي غلبې له لارې بری ومومي. د صهیون لور ته د دې مار د راګرځېدلو وخت تر هغه نه شې راتلای تر څو چې ټول یورپي حکومتونه او ځواکونه د هغه پر وړاندې کمزورې او ناتوانه، نه شي. یعنې تر څو چې اقتصادي بحران او پراخه تباهي او بربادي خلګ د روحانې او خلاقي تنزل کندې ته ورټېل نه وهي تر هغه وخته به د همدې هدف لپاره د یهودي مېرمنو استعمال کوي. دغه یهودې مېرمنې به د نورو ملتونو په مشرانو او پاچاهانو کې د اخلاقي بې لارۍ د پیدا کولو تر ټولو اغېزمنه او یقینې طریقه وي.

نوټ:
(یهود تل د مسلمانو حکمرانانو دربارونو او خلافتونو ته د یهودې مېرمنو په مټ ننوتلې او د اسلامي نظامونو او دلتونو بنسټونه یې لړزولي او نسلونه یې تباه کړي دي. د مثال په ډول ځینې یهودې مېرمنې چې مسلمانو پاچاهانو ورسره نکاح کړې او یهودي تنظیمونو ته یې کلیدې رول اداء کړی دی، په لاندې ډول یادولی شو:
د مصر د ولسمشر انور سادات مېرمن جمال سادات یوه داسې یهودې مېرمن وه چې په یهودو کې یې نه یوازې دروند عزت بلکې زیات اثر ورسوخ درلود. د هغې د اثر ورسوخ اندازه له دې څخه وکړئ چې کله چې د یهودو په نړیوال کانګریس کې د یهودو د دوو سترو مذهبي ډلو تر منځ اختلاف رامنځته شو نو د دریم په حیث یې جمال سادات وټاکل. د اردن د حکمران شریف حسین خاندان کوم چې د عثماني خلافت سره په غدارې کې و، د اکثرو مېرمنې یهودي یا عیسايي ښځي وې او تر نن ورځې پورې د یهودو د لاس آلې دي. د فلسطین و دلسمشر یاسر عرفات مېرمن سوها عرفات یوه مشهوره یهودې ښځه وه او فري میسنز ته د یاسر عرفات په نږدې کولو کې یې ستر رول ولوباوه. او یاسر عرفات ته د نړیوال میډال په ورکولو کې د هغه د یهودې مېرمنې سوها عرفات لاس و.
زلمی خلیلزادهم د یوې خوب رویه یهودې مېرمنې خاوند دی. د پاکستان د صدر اعظم عمران خان مېرمن جمایما خان ګولډ سمیت د نړۍ د سترو اوو مخکښو یهودو له جملې څخه د سرجیمز مایکل سمیت لور وه چې بیا یې پرېښودل. د پاکستان پنځم صدر اعظم حسین شهید سهروردي، چاچې په ۱۹۵۶م کال کې د سویس د سیند په معامله کې د مصر او پاکستان پر ځای د برتانیې، فرانس او اسرائیل د موقف تأیید وکړ، د یوې روسۍ یهودې مېرمنې ویرا الیګزنډرونا خاوند و او یاده مېرمن د روسي محفلونو او رقص ځایونو نڅاګره وه. د عثماني خلافت د ۲۹ خلیفه مصطفی څلورم مېرمن چې اصل فرانسوۍ او په مارټانیک جزیره کې د همدې کار لپاره وروزل شوه چې د خلیفه دربار ته ورسول شي او هلته د یهودو په ګټه خپل رول ولوبوي. همداسې وشول او دغې څوارلس کلنې پېغلې د سلطان دربار ته لاره وموندل او د سلطنت د بنسټونو په لړزولو کې چې یې څومره کردار اداء کړ، دا لیکنه یې د بیان نه ده که موقع برابره شوه ان شاءالله یو وخت به یې درسره شریک کړم.

د بشارالاسد مېرمن اسماء اسد او بالآخر د کابل ادارې د واکدار اشرف غني مېرمن رولاغني یوه لبنانۍ یهودڼه ده چې اسماء پرې د سوریایي مسلمانانو او رولا پرې د افغاني مسلمانانو وینې تویوي.)

پروفیسر سرجای وروسته لیکي:
«له کومو هیوادونو څخه چې دغه مار تېر شوی دی او یهودې مېرمنو هلته خپل کار کړی دی، هلته د قانون او اخلاقو بنیادونه ختلې دي او دا مهال یې ټوله توجه روس ته ده. په دې نقشه کې(کومه چې د هغه کتاب په آخر کې ورکول شوې وه) د مار راتلونکې لاره نه ده ښودل شوې، مګر د غشو په نښو د ماسکو(کیف) اډیسه لور ته یې د راتلونکې لارې اشاره شوې ده. له هغه وروسته یې مخ د ختیځ(مسلمو هیوادونو) لور ته ګرځي کله چې هلته د اسرائیلو قبضه ټینګه شي نو د اینګلو اینډین بلاک په اشاره او د هغه د بلاواسطې مداخلت په ترځ کې، چې حمایه به یې کمونستي هیوادونه هم کوي، به پر نوره اسلامې نړۍ باندې قبضه کول اسانه شي.

نور بیا… ان شاءالله

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لنګی ور په سر کړه بیا وګوره د دوی او د طالب ملایان څه فرق دی. دوی لا ډیر له طالب ملایانو ښایسته، پاک او نورانی ښکاری.

طوطی

لری د وی له واقعی عالمانو.

احمدشاه

هو طوطى گكه هر چا ته خپل خلګ پاک او نورانی ښکاری
کبوتر با کبوتر زاغ با زاغ
کند هم جنس با هم جنس پرواز

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close