افغانستان

ناپيژاندو وسله والو په کابل ښار کې د حنیف اتمر سکرتر ویشتلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): ناپيژاندو وسله والو په کابل ښار کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر سکرتر مطیع الله عبدالرحمیزی ویشتلی دی.

د حنیف اتمر مطبوعاتي دفتر په دې اړه رسنیو ته ویلي، تیره شپه ناوخته د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپيژاندو وسله والو پر مطیع الله عبدالرحیمزي ډزې کړي او هغه یې سخت ټپي کړی دی.

د سرچینې په خبره د عبدالرحیمزي جراحي عملیات شوي او دا مهال یې درملنه روانه ده.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پر ښاغلي عبدالرحمیزي برید غندلی او د هغه په ټپي کېدو یې خفګان ښکاره کړی دی.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې پر مطیع الله عبدالرحیمزي وسله وال برید چا ترسره کړی او نه هم تراوسه کومې وسله والې ډلې ددې برید مسئولیت په غاړه منلی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close