افغانستان

د هېواد په  تودو سیمو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې وځنډول شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): په هېواد کې له کرونا وبا سره د مبارزې په لړ کې پوهنې وزارت پرېکړه کړې، چې د هېواد په تودو سیمو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې وځنډوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د پوهنې وزارت لخوا خپره شوې راغلي، د هېواد په تودو سیمو ولایتونو کندهار، هلمند، فراه، نمیروز، ننګرهار او لغمان ولایتوو او دغه راز په سړو سیمو کې د تودو سیمو د ښوونځیو زده کوونکو کلنۍ ازموینې د کرونا وبا(کووید۱۹) څخه د مخنیوي په خاطر ځنډول شوي دي.

ټاکل شوې وه چې د نوموړو سیمو کلنۍ ازموینې د عمومي زده کړو د مرکزونو فعالیت د لایحې پر بنسټ د روان کال غبرګولي(جوزا) میاشت کې واخیستل شي؛ خو د کرونا وبا څخه د مخنیوي په خاطر دغه ازموینې د پوهنې وزارت تر بلې خبرتیا پورې ځندېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تیرو دوو میاشتو راهیسې په هېواد کې د کرونا وبا خپرېدو څخه د مخنیوي په خاطر ټول ښوونځي او ښوونیزې مؤسسې رخصت او درسي بهیر یې درول شوی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close