شعـــــرونه

ستاپه راتلو سره تورتم او جهالت شو ختم/ محمد مهاجر

محمد مهاجر

ستا په راتلو سره تورتم او جهالت شو ختم
د لات منات هبل بوتانو عبادت شو ختم

تا و دنیا ته له خپل ځان سره رڼا را وړله
و تورو زړو ته دې د نور يوه ښکلا راو ړله
ستا له اخلاقو انسانانو کې نفرت شو ختم

له تانه مخکې پر دې ځمکه توره شپه خوره وه
ظلم زياتی او د وحشت درنه څپه خوره وه
د کفر زور د کفر واک او سلطنت شو ختم

ستا وښایست ته دی عاجزه همه جمال د سپوژمۍ
مثل دې نشته د ښکلا ګرانه په ټوله نړۍ
په صفتو دې د عالم ټوله طاقت شو ختم

پرتاهم کاڼو او هم شګو، هم شجر کړو سلام
پرتا ګوياؤ اِنسُ و جِن او ټول بشر کړو سلام
خيرالاُمم يې او پرتا هم نبوت شو ختم

پر مُحَمَّدٌ مهاجِر وکړه یو نظر د مینې
داسي نظر چې يې شي جوړ د زړه پرهر د مينې
ژوندون یې تير، ژوند يې ټول ستاپه فرقت شو ختم

محمد مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx