ورزش

جرمني کې سبا له دوه میاشتني ځنډ وروسته یو وار بیا فوټبال سیالۍ پېلیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ غوایي، ۱۳۹۹ل): د کرونا ناروغۍ له کبله درول شوې د فوټبال کلبي سیالۍ له څه دپاسه دوه میاشتني ځنډ وروسته په نړۍ کې په لومړي وار یو وار بیا پېلیږي.

په دې لړ کې جرمني لومړی هېواد دی چې خپلې تجارتي سیالۍ «بونډسلیګا لیګ» سر له سبا د شنبې له ورځې د مۍ په ۱۶مه نېټه پېلوي چې نندارچیان به ونه لري.

دغه سیالۍ چې د بندو دروازو تر شا ترسره کیږي د یاد لیګ دویم مقام لرونکې لوبډلې «بروسیا دورتمند» او شپږم مقام لرونکې لوبډلې «شالکا» ترمنځ ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ به د بروسیا دورتمند په کوربه توب په سیګنل ادونا پارک کې د افغانستان پروخت د مازیګر په ۶:۰۰ بجې پېل شي.

جرمني یو له هغو اروپایي هېوادونو څخه و چې د کرونا وبا یې په خورا تخنیک او ژورو محدودیتونو سره کنترول کړه، اوسمهال دغه هېواد کې ورځنۍ پېښې د پخوا په پرتله خورا کمې او په نشت حساب دي.

ددې سربېره د هسپانوي لیګ لالیګا چارواکي په پام کې لري چې د فوټبال سیالۍ د راتلونکې جون میاشتې له ۱۲مې نیټې څخه پېل کړي.

باید وویل شي چې اوسمهال به د فوټبال ټولې سیالۍ د نندارچیانو په نه شتون یعنې د بندو دروازو تر شا ترسره کیږي، تر څو د کرونا وبا اندېښنې په بشپړ ډول له منځه ولاړې شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close