افغانستان

بدخشان: د پولیسو رنجر او سراچه موټر د ټکر له امله ۲ تنه ملکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د بدخشان ولایت په تشکان ولسوالۍ کې د پولیسو یو ګړندي تلونکي رنجر موټر د ملکي خلکو یو سراچې موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې ۲ تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني ددې پېښې په تایید سره ویلي، دا پېښه تیره ورځ د مرکز فیض آباد ـ کشم پر لارې د تشکان ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د پولیسو د قطعې د قومندان رنجر موټر د ملکي خلکو یو سراچه ډوله موټر سره ټکر وکړ.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې د سراچې موټر دوه تنه سپرلۍ (چې ملکیان وو) وژل شوي او د پولیسو د قطعې د قومندان عبدالله ګارډ په ګډون ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

د روحاني په خبره د روانې ثور(غوايي) میاشتې له ۲۳ مې نیټې راهیسې په تشکان ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد پوځي عملیات روان دي او قومندان ګارډ هم هلته د جګړې لپاره روان وو، چې په تیروتنې سره یې د ملکي خلکو سراچه موټر ووهلو.

که څه هم نوموړي د عبدالله ګارډ ټپونه ژور ښودلي؛ خو په خبره یې ډاکټرانو ډاډ ورکړی چې روغتیايي وضعیت اندېښمن نه دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د پولیسو او عسکرو ټانګونه او رنجر موټر د ملکي خلکو موټرو سره ټکر کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې وړاندې د پلازمینې کابل په ګډون په ګڼو ولایاتو کې نظامیانو د موټرو او ټانګونو په واسطه ګڼ حوادث کړي او په ځینو مواردو کې د پېښې له ځایونو څخه تښتېدلي هم دي.

د پولیسو او عسکرو په لیکو کې د نشه یې توکو راکړه ورکړه او روږدیتوب ددې لامل کیږي چې زیاتره موټر چلوونکي د نشې په حالت کې موټر چلوي او د ترافیکو پېښو باعث همدغه وړ کسان ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx