ټولنیزه برخه

د انسان اصلاح (له پنده ډکه کيسه)

سید عبیدالله نادر

وایي یو کس ډیر په ژوري مطالعي بوخت و او د اخبار مطالب هم یو له بل پسي په زړه پوري وو، نو تر څنګه ناست یې یو ماشوم، ډیرې پوښتنې ترې کولي، شوخي یې کوله او سړی یې مطالعي ته نه پریښود.

نو سړی هم د دې لپاره چې ماشوم بوخت کړي، د همدې اخبار یوه بله ګڼه یې راواخیسته او اخبار کې چاپ شوي د نړۍ نقشه یې څیري څیري کړه او ماشوم ته یې ورکړه چې دا جوړه کړه.

غوښتل یې ګوندې په دي پلمه ماشوم بوخت کړي، ماشوم څیرې شوي ټوټې واخیستې او نقشه یې ژر روغه کړه او سړي ته یې وښوده سړی حیران شو او ډیر په تعجب یې ترې پوښتنه وکړه چې دا دومره ژر دې دا څرنګه جوړه کړه؟

ماشوم وویل: د نقشې تر شاه بنیادمانو عکسونه مې سره ترتیب کړل او جوړ می کړل، نو نقشه خپله جوړه شوه، نو وایي، ما دا انتباه ترې واخیسته، چې که د ځمکې پر مخ د انسانانو ځایونه بدل کړو او هر څوک د خپل فهم او پوهې په اندازه په خپلو ځایونو کښینوو نو دا ستونزې به نه وي.

دا ستونزی له دي امله مونږ هم ګالو چې واقعي انسانان لا په خپل ځای نه دي نصب شوي، یا نه دي کښینول شوي، یعنې که انسانان اصلاح کړو  او د علم او معرفت په ګاڼه یې سمبال کړو نو د ځمکي پر مخ به ډیري ستونزی حل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx