د نن سرلیکنه

کابل ولې د کابلوف په څرګندونو خاموش دی؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

د ننګرهار او کابل تر خونړیو بریدونو او په وړاندې یې د ښاغلي غني د تهاجمي عملیاتو اعلانولو وروسته د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یاد اعلان د سولې د لارې خنډ بللی.

ښاغلي کابلوف سربیره پر دې چې د ښاغلي غني د تهاجمي عملیاتو اعلان یې د سولې د لارې خنډ بللی د هغه اعلانوونکی (غني ) یې هم د طالبانو په تعبیر د کابل ادارې د مشر په نوم یاد کړی.

د کابلوف له دې تعبیر څخه ښکاري چې ښاغلي غني هغه سیاسي اعتبار هم نور له لاسه ورکړی چې نړیوالو به په سیاسي مخاطباتو کې ورته د افغانستان د مشروع ولسمشر په نوم خطاب کاوه.

د ضمیر کابلوف په څیر مهم دیپلومات لخوا ښاغلي غني ته د کابل اداري مشر ویل او په وړاندې یې د کابل خاموشي د دې څرګندويه ده چې کابل د خپلو پوځي مخالفینو (طالبانو) په مقابل کې په پوځي او سیاسي دواړو جبهو کې له داسې ننګونو سره مخ دی چې له امله یې د نړیوالو دیپلوماتیکو تعبیرونو په اړه هر ډول حساسیت له پامه غورځولی.

د ننګرهار او کابل بریدونو په اړه د ښاغلي غني پوځي او سیاسي تعامل په داخلي او نړیواله کچه تر نیوکې لاندې راغلی.

ولسمشر ټرمپ چې ښاغلی غني ورته د ځان د یواځیني حامي په سترګه ګوري هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې داسې انتباه ورکړه چې نور ورڅخه تر ډیره د پوځي حمایت توقع و نه کړي.

په داسې نامساعدو حالاتو کې چې هم یي بهرني حامیان له دیپلوماتیک او پوځي حمایت ځان شاته کوي او هم په عین وخت کې په دوو جبهو کې له خپلو پوځي او سیاسي مخالفینو سره هم مهاله لاس او ګریوان وي ښاغلي غني ته به مشکله وي چې د خپل شیندلي حکومت کوږ بار ترمنزله ورسوي…

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

زموږ افغانانو لویه ستونزه داده چی د پردیو په ستایلو او غندنو ډیر خوشاله کیږو، همدا موږ یو چی په خپل جنت نشان وطن کی مو دپردیو مداخلو ته لاره پرانستی ده، که چیری موږ خپل افغانی او اسلامی غیرت را ژوندی نه کړو هیواد به مو تر ډیر و نورو کلونو پوری هم د پردیو د مداخلی ډګر وی، که چیر ی موږ یو لاس او یو قوت شو، نه ضمیر کابلوف موږ طعنه راکولی شی او نه هم ټرمپ، هیله می داده چی داسی منفی خبرونو ته زیات پرواز ورنه کړو او دخپل هیواد راتلونکی بیا بیا دنورو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close