
د پارکینسون ناروغۍ، لامل، نښې او درملنه
ډاکټر محمدنعیم انتظار د ننګرهار طب پوهنځۍ د څلورم صنف محصل
د پارکینسون ناروغۍ یو ډول مغزي اختلال دی چې د بدن د لرزې، په لاره تګ او حرکاتو کې د ستونزې او د عضلاتو او مغز ترمنځ د هماهنګئ د نشتوالي لامل کیږي.
د پارکینسون لامل:
عصبي حجرات د عضلي حرکاتو د کنټرول له پاره له یو ډول کیمیاوي مادې څخه کار اخلي چې ډوپامین نومیږي. خو کله چې د ډوپامین تولیدونکي عصبي حجرات په مغز کې په آرامی سره تخریب شي نو د پارکینسون ناروغۍ منځته راځي. عصبي حجرات بیدون د ډوپامین څخه نشي کولای چې په سمه توګه پیغامونه ترلاسه او انتقال کړي دا ددې سبب کیږي چې عضلات خپله دنده له لاسه ورکړي. د وخت په تیریدو سره دا اختلال نور هم بد تر کیږي.
د پارکینسون ناروغۍ علایم یا نښې (Signs ) :
په لومړې وختونو کې د نوموړي ناروغۍ علایم ډیر خفیف وي د بیلګې په توګه ممکن یوه خفیفه لرزه يه خپل یوه پخه کې حس کړي. او یا پخه یې شخه شي او خپله پخه د ځمکې په سر وغځوي. نښې شاید یو طرف یا د بدن دواړو طرفو کې ولیدل شي او په لاندې شیانو مشتمل دي:
سترګک یا سترګۍ وهل، وچوالی، د غذا د بلع په عمل کې سختوالی، د خولې د لعابو ډیروالی، د بدن د تعادل خرابوالی، په لاره تګ کې خرابوالی، د عضلاتو درد، د یو حرکت په شروع کولو کې ستونزه لکه: د لاره تګ په شروع کې او یا د څوکۍ څخه په پاڅیدلو کې ستونزه، د حرکت په ادامه ورکولو کې ستونزه، د حرکاتو آهسته والی یا ورو والی، د لاس د حرکاتو له منځه تګ لکه (لیکنه کول، پیاله جیګول او نور.)، په ډوډئ خوړلو کې ستونزه، د عضلاتو شخئ چې دا شخوالی د پخو په عضلاتو کې وي او د استراحت په حال کې د لاسونو او پخو لرزه.
کله چې حرکت شروع شي لرزه لمنځه ځي. دا لرزه په لاسونو، پخو، شونډو او ژبه کې لیدل کیږي. او د ستړیا ، هیجاني حالت او استرس په حالت کې لرزه ډیریږي.
نور علایم یې :
آرامه او ورو خبرې کول، د آواز یوشانوالی (یونواختوالی)، د ملا کړوپوالی، کله چې ناروغ د دریدو کوشش کوي نو خوله کوي. اوبه یې خولې څخه روانیږي او د بدن حرارت یې د کنترول نه وي. اکثراً د وینې فشار رامنځته کیږي. مریض مضطرب وي استرس لری. د عقل زوال، هزیانات او د حافظې له لاسه ورکول. پوستکی یې پوست پوست شوی وي او د سر او مخ پوستکی غوړ وي او نورو برخو کې پوستکیوچ وي خو په ځینو کې پوستکی ډیر زیات خولې کیږي.
د پارکینسون د خطر لاملونه:
- سن Age: دا ناروغۍ زیادتره وختونه وروسته د ۵۰ کلنۍ څخه پیدا کیږي او د عصبي سیستم یو د هغو مشهورو ناروغیو څخه ده چې په مسنو اشخاصو کې واقع کیږي. مګر ځینې وختونه په ځوانانو کې هم واقع کیږي خو په ماشومانو کې په نادر ډول لیدل شوی.
- وراثت Genetic: محقیقینو ثبوت ته رسولې چې په الفا Synuclien جن کې بدلون د نوموړي ناروغۍ د پیدا کیدو سبب ګرځي. دا جن د سالمو عصبي حجرو د لمنځه تللو لامل ګرځي.
- کورنۍ تاریځچه: ۵ څخه تر ۱۰ فیصده ناروغان چې په پارکینسون اخته دي، د کورنۍ د غړو څخه یو غړی یې نوموړی ناروغۍ لري. په همدې دلیل کله چې یو ځوان په نوموړې ناروغۍ اخته کیږي نو کورنۍ تاریخچه یې باید ولیدل شي چې آیا د کورنۍ کوم غړی یې دا ناروغۍ درلوده یا نه؟.
- جنس Sex: داوړه جنسونه کولای شي چې په نومړي ناروغۍ اخته شي خو زیاتره نارینه پرې اخته کیږي.
- د سر ضربه Head Trauma: شواهد دا راښیي هغه اشخاص چې د سر ضربه ورته وارد شوی وي او د بې هوښئ لامل یې ګرځیدلای وي په نوموړي ناروغۍ د اخته کیدو ډیر چانس لري.
- درمل Drugs: هغه خلک چې د یو کال څخه زیات خوب راوړونکي او د اضطراب ضد درمل استعمال کړي وي په ناروغۍ د اخته کیدو تر خطر لاندې وي.
د پارکینسون د تشخیص لارې چارې :
یو ډاکټر کولای شي چې د ځینو آزموینو او علایمو له لارې ځان تشخیص ته ورسوي. ددې ناروغۍ تشخیص هغه وخت آسان کیږي چې علایم او نښې یې بدتر شوي وي.
د یوې معاینې له لارې باید ځان د لاندو پوښتنو ځوابونو ته ورسوو:
- ستونزه د یو خاص فعالیت په شروع کې شتون لري او که په آخر کې ؟
- تشنجي حالت شتون لري او که نه ؟ یعنې شخوالی شتون لري او که نه ؟
- د عضلاتو د حرکاتو لمنځه تګ شتون لري او که نه ؟
- لرزه شتون لري او که نه ؟
- د زړه په ضربان کې تغیر شتون لري او که نه ؟
نو ددې پوښتنو د ځوابولو په پای کې ځان تشخیص ته رسولی شو. په یاد ولرئ چې یو بشپړه او ښه تاریخچه اخیستل ډیرمرستندویه واقع کیدای شي.
د پارکینسون درملنه Treatment:
د دې ناروغۍ هیڅ درملنه شتون نه لري د درملنې پواسطه کولای شو چې تنها د علایمو شدت کم کړو. درمل د ډوپامین د مقداراو اندازې د زیاتوالي پواسطه نښې او علایم راکموي او د یو ډاکټر سره د مشورې له لارې په ډیر ښه توګه کولای شو چې علایم قابو کړو.
هغه درمل چې د پارکینسون د تداوي لپاره استفاده کیږي عبارت دي له: Levodopa چې په مختلفو دوزو پیدا کیږي او په بازار کې د Madopar په نوم پیدا کیږي او د Carbidopa سره ګډ مستحضر لري.
Tab. Levodopa 100mg + Carbidopa 10mg
Anti Depressant د کورنۍ درمل هم استعمالولی شو. د درد ضد درمل هم استعمالیږي.
نوټ:
هر ډول درمل باید د متخصص ډاکټر په مشوره استعمال شي، پخپل سر د درملو د استعمال څخه ډډه وکړئ.
- جراحي درملنه هم ګټه لري چې علایمو کې ښه والی راولي.
- په ژورل ډول د مغز تحریکول.
- د بنیادي حجرو پیوند کول.
- ستنه وهنه Acupuncture
- کایروپرکتیک
- یوګا او تای چي: د استرس په کموالي کې مرسته کوي، ذهن آرامه کوي، انرژي ډیروي، د بدن تعادل ښه کوي او انسان انعطاف پذیره کوي.
- هیپنوتیزم Hypnotism
- بیو فیدبک
- ګیاهي یا نباطي درملنه.
- د مساژ په واسطه درملنه.
- د ویټامین E استعمال.
- ښه تغزیه
- شین چای څښل.
- مثبت لیدلوری: د استرس په کموالي کې مرسته کوي او د ناروغ ته د ښه والي احساس پیدا کوي.
- ورزش کول
- فزیوتراپي Physiotherapy
- د کور ماحول جوړول ناروغ لپاره لکه د زینو جوړول او نور.
- کومکي وسایلو څخه استفاده کول لکه: ځانګړې څوکۍ، تخت او واکر Walker.