نړۍ

یوسف رضا ګیلاني دافغانستان دسولي په پروسه کي دپاکستان ګډون اړین بولي

prime_minister_gilani(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۴) کوټه: دپاکستان لومړي وزیر ښاغلي یوسف رضا ګیلاني تیره ورځ په کوټه کي یوي غونډي ته دوینا پر مهال وویل دافغانستان دسولي اوهمدارنګه دافغانستان راتلونکي ستراتیجي دجوړولو په اړه باید پاکستان په اعتماد کي واخیستل شي.

نوموړي کوټي ته دخپل سفر په اخیروخت کي له خبري رسنیوسره دخبروپروخت زیاته کړه، په افغانستان کي دسولي دپروسي ملاتړکوو، خوپه دي شرط چي دغه پروسه په خپله دافغانانو له خواپه مخ بیول شي.

دافغانستان دسولي په اړه دپاکستان درول په اړه دیوه سوال په جواب کي نوموړي زیاته کړه، مونږیوه ټاکل شوی ډله لرو چي په هغه کي دپاکستان، افغانستان او دامریکي دمتحده ایالاتو استاځی ګډون لري، دافغانستان دسولي پروسه باید ددغي ډلي له لوری په وړاندي بیول شي.

ګیلاني وویل دافغانستان په اړه چي دیرش کاله مخکي پاکستاني حکومت کومه ستراتیجي غوره کړی وه، دهغي ستراتیجي له کبله مونږ ډیري قرباني ورکړي دي، تراوسه پوري په زرګونو افغاني وروڼه، خوندي اوماشومان زمونږ په خاوره کي دکډوالو په توګه سره اوسیږي، چي ټول مشکلات یی پاکستاني ټولني په سراخیستي دي.

ځکه اوس چي دافغانستان په اړه کومه راتلونکي ستراتیجي غوره کیږي باید له اسلام سره په ګډه غوره شي ترڅو دافغانستان دراتلونکي ستراتیجي له کبله پاکستان له ناکراري سره مخ نه شي.

دپاکستان لومړي وزیر زیاته کړه، پاکستان اوافغانستان ددوه اړخیزه ستراتیجي په سرباندي یوفیصلي ته رسیدلي دي، چي یوه له هغوي څخه هم داسي ده، چي ددواړه هیوادونو اجرایی قوي مشران، دبهرنیو چارو وزیران، دفوځ لوی درستیزان، دڅارګري اداري مشران اودافغانستان پخواني صدر اودسولي دجرګي مشر برهان الدین رباني سره کښیني، اودغه کسان چي کومه ستراتیجي دافغانستان دراتلونکي په اړه غوره کړي، دابه نه یواځي دسیمي بلکه دټولي نړي په ګټه وي.

دیوه سوال په جواب کي چي امریکا اعلان کړی دي له پاکستان سره ژمنه کړل شوی ۸۰۰ ملیونه ډالره به نه ورکوي، نوموړي زیاته کړه، دامریکایی چارواکو له لوري دغه اعلان مونږ له اندیښني سره مخ کړي یو، اودامریکني چارواکو ددغه اعلان په اړه چي له پاکستاني فوځ سره به مرسته نه کوي مونږڅه ناڅه تحفظات لرو.

خونومړي زیاته کړه چي تراوسه پوری امریکني چارواکو رسمامونږته دمرستو دبندولو په اړه خبرنه ده راکړي، ښاغلي ګیلاني وویل ټوله نړي نن دپاکستاني فوځ اوچاراکو دقربانیو له کبله دارامي سا اخلي، پاکستاني عسکردي، چي دترهګروپه وړاندي جنګیږی، دپاکستان هیواد دي چي ترهګریی وژلي اونیولي دي، اونړي یی ددوی له شرڅخه خوندي کړی، خودا یواځي په خبرونه دی شوی بکله باکستاني عسکرو اوحکومتي چارواکویی زیاتي قرباني ورکړی دی، زمونږ دقربانیو نتیجه وه چي نن دنیا کي خلګ له ترهګرو څخه په امن کی دي.

دیوبل سوال په جواب کی چي دایبټ په ښارکي داسامه دکورنیئ په اړه دکره مالوماتوراټولولو له لپاره، دواکسین یو کمپاین چلول شوی وو، نوموړی زیاته کړه، داڅه حساسی خبري دي نه غواړم ورباندی تفصره وکړم.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x