دیني، سیرت او تاریخ

د مصيبت د آسانۍ په اړه ويناوې

نصير تکل

هو، دا د الله تعالى له لوري پخه وعده ده او الله تعالى دخپلې وعدې خلاف نه کوي: فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (۵)إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا(٦)
ژباړه: بېشکه له سختۍ سره آساني ملګرې وي، بېشکه له سختۍ سره اساني ملګري وي.

ځينو سلفو ويلي دي: که د دنيا مصيبتونه نه واى؛ نو مونږ به آخرت ته نيستمن تللي واى.

کرخي رحمه الله ويلي: الله تعالى پر مؤمن ناروغي او درد راولي، کله چې دى خپلو ملګرو ته شکايت وکړي؛ نو الله تعالى ورته وايي: “زما د پر خپل عزت او لويۍ قسم وي، چې دا تکليف ما پر تا ددې لپاره راوستى دى چې ستا ګناهونه پرې ورېژوم؛ نو ته مخلوق ته شکايت مه کوه”

وهب بن منبه رحمه الله ويلي: يو سړى تر هغې پوره پوه نه دى، چې مصيبت ورته نعمت او پراخي ورته مصيبت ښکاره نشي، ځکه په مصيبت کې اخته انسان د پراخۍ انتظار کوي او په پراخۍ کې پروت انسان د مصيبت انتظار کوي.

لقمان حکيم ته وويل شول: کوم انسان ډير غوره دى؟

هغه وويل: هغه انسان چې څه ورته ورکړل شوي وي، پرې خوشحاله وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x