افغانستان

کندهار کې چاودنې پنځه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کندهار ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې چاودنې د یوې مېرمنې په ګډون پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند «جمال بارکزی» وایي، چاودنه د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند عینو مېنه کې له عبدالعزیز جامې سره رامنځته شوې، چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

بل لور ته کندهار مېشتی خبریال «صدیق الله افغان» وایي، د یادې چاودنې په پایله کې یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

تر دې دمه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close