افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد:طالبان د داعش دښمنان دي، او د هغوی په وړاندې جګړه کې يې اړین رول درلود

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د داعش او طالبانو تر منځ د اړیکو تورونه ردوي او وایي، طالبان د داعش دښمنان دي او د هغوی په وړاندې جګړه کې یې کلیدي رول درلود.

خلیلزاد دغه څرګندونې نن  د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یوې خبري ناستې ته کړې، نوموړي د حکومت ددې تور په جواب کې چې داعش ډله او حقاني شبکه له یو بل سره اړیکې لري، ویلي « زموږ ارزونې ښيي، چې په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو او کابل کې پر روغتون برید د داعش ډلې کار دی، او طالبان ددې ډلې دښمنان دي، چې د هغوی په وړاندې جګړه کې يې رول درلود، له همدې امله موږ پر طالبانو غږ کړی، چې له حکومت سره ددې ډلې د له منځه وړلو په برخه کې همکاري وکړي.»

خلیلزاد زیاته کړې « طالبان او داعش له یو بل سره د «ايډیالوژي» توپير لري، او زموږ سره تر توافق وروسته طالبانو د هغوی په اړه اعلامیه هم خپره کړې، طالبان د سولې پروسې ته ژمنتیا لري، خو داعش د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي.»

نوموړي توافقنامې ته د طالبانو د ژمنتیا او د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وویل، چې طالبانو تر دې دمه خپلې ژمنې پوره کړې، په لویو ښارونو کې يې بریدونه ندي کړي او بهرني ځواکونه یې هدف نه دی ګرځولی او د بهرنیو ځواکونو اول پړاو وتل هم ښه روان دي.

د خلیلزاد له قوله، د «تشدد» زیاتوالی او د زندانیانو د تبادلې قضیه د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په وړاندې تر ټولو ستر خنډونه دي، خو هڅه کوي، ټول لوري د جګړې د شدت کمولو او د بندیانو خلاصون ته وهڅوي، تر څو بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.

د نوموړي په خبره، طالبانو تر دې دمه بین الافغاني مذاکراتو ته د خپلې ژمنتیا اظهار ورته کړی او د بندیانو له تبادلې وروسته یې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د سمدستي پیل غوښتنه کړې.

خلیلزاد ددې تر څنګ له خوسته د تښتول شوي امریکایي قراردادي «مارک فیریکس» په اړه وویل، چې که څه هم طالبانو له دوی سره ددې قراردادي د نشتون خبره کړې، خو بیا هم هغوی ته د لا پلټنې خبره شوې، تر څو له خپلو ټولو قومندانانو وپوښتي.

زلمی خلیلزاد داسې مهال د طالبانو او داعش ډلې تر منځ اړیکې ردوي، چې په کابل کې پر سل بستریز روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو تر بریدونو وروسته حکومت طالبان تورن کړل، چې «ترورستي» ډلو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې.

حکومت تر دې وړاندې هم په کابل کې د «حقاني شبکې او داعش» د یوې «ګډې هستې» د له منځه وړلو ادعا کړې وه، چې د طالبانو له لوري په کلکه رد شوې.

بل لور ته وخت ناوخته د حکومت د ځینو چارواکو له لوري اعتراف شوی، چې د کابل حکومت استخبارات په افغانستان کې د داعش ډله تمویلوي او غواړي د طالبانو په وړاندې یې راپورته کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close