لیکنېنظــر

د سناریو دوه اړخونه؛ یا به ټول افغانان ګټونکي یا ټول بایلونکي وي!

که نن نظام او طالب منطقي فکر او عمل وکړ، سبا به یې ترټولو ډېره ګټه ولس او هېواد ته ورسیږي او که یې د تېر تاریخ شړېدلي اقتدار طلبه افکار عملي کول وغوښتل، ولس به نه اټکل کېدونکې مودې لپاره د بربادۍ یو لا خونړۍ ګرداب ته ټېل وهي

زمریال اباسین – د اریانا نیوز خبریال

څو وارې به سړی خبره کوي؟

دا چې فېسبکي خبریالان او خېټالوجستان بیخي زیات شوي او هر یو یې ځان ته حق ورکوي، خلک پر هغه سمه خبره هم باور نشي کولی.

په یاد مې دي، حداقل ما خپله، د موثقو منابعو د اطلاعاتو پر بنسټ ډېر موارد ولیکل؛ خو دا چې اطلاعاتي تورم هغه هم د ناسمو معلوماتو سم او ناسم سره مخلوط کړل، ډېرو ته هغه اصلي خبره هم ناسمه ښکاره او په منځ کې ورکه شوه.

د ارګ له معاملې نیولې بیا د قطر تر توافق نهايي کېدو مو څو څو ځله یادونه وکړه، خو ډېرو ګومان وکړ چې داسې به نه وي؟!

یو بې حافظې او په حال کې سرګرم ولس چې د مسایلو سم جاج نشي اخیستلی، ترهغو خپله لار او اصلي مسایل نشي موندلی څو چې یې اوبه له ورخه نه وي تېرې شوي او هر څه پایته نه وي رسېدلي.

قطر کې خو حتا ډېرو پخو خبریالانو هم هغه مهال چې موږ [اریانانیوز] د توافق د نهايي کېدو او ان د ځینو مسایلو له واقعیتونو پرده پورته کړه او رپوټونه مو پرې جوړل کړل، خندل یې. دوی هماغلته وو خو لا نه وو خبر چې څه روان دي. پوره شل ورځې وروسته خبر شول چې توافق نهايي شوی او یوازې لاسلیک ته منتظر دی.

خبره دا ده چې، د افغانستان اکثریت وګړي د لوبې هغو نندارچیانو ته ورته دي چې نه د لوبې میدان څارلی شي، نه د لوبې پر څرنګوالي خبر وي او نه هم پدې پوهیږي چې توپ چېرې دی او څوک یې باید مخته یوسي.

لوبه ساده شوې:

– د بهرنیانو له ملاتړ پرته د افغانستان نظام یو وچ کالبد دی یوازې څو میاشتې له بهرني سیاسي، اقتصادي او نظامي ملاتړ پرته دوام نشي کولی. (که څوک یې شک بولي پدې کې دې شک نه کوي چې د سره یې په خبره سر نه خلاصیږي)

– طالبان د شلو کلونو مخکې طالبان ندي. که څوک مري، چوي که پاتې کیږي؛ دا یو واقعیت دی چې باید ومنل شي او له طالب سره د روغې جوړې او د خبرو له لارې د شخړې د حل تر دې بل ښه فرصت بیا هېڅکله نشي برابرېدلی.

– امریکایانو د خپلې کښتۍ بادبان ته بل مسیر ورکړی چې باید درک شي او په ځانګړې توګه د نظام په هسته کې موجود لوبغاړي دا واقعیت درک کړي او د همدې مسیر په جهت کې ټول مسایل عیار او له نابودۍ ځانونه وژغوري.

– که نن وي که سبا له طالبانو سره د واشنګټن د نخچې مطابق مذاکرات کېدونکي دي نو له همدې امله باید “سیاسي کنجوغې” دا ومني چې د دې څپې پر وړاندې درېدل یې د وس خبره نده او نباید خپلو حماقتونو ته نور هم دوام ورکړي.

– د تش په نوم (چې مشروعیت یې په یخ لیکل شوی او دا دی اوبه شوی دی) حکومت سیاسي او ډپلوماټیک پرسټيژ له صفر سره ضرب شوی او د نظام په هسته کې ناست کاواکه سیاستوال پر دې تر بل هر چا ښه پوهیږي.

– اتلس کلنې په اصطلاح لاسته راوړنې او د سبا لپاره د نن حرکات په وروستۍ پوله ولاړ دي؛ یا به د سولې پروسه پرمخ ځي او بین الافغاني مذاکرات به پیلیږي او یا به د تاریخ تکرار ته بستر په بشپړه توګه مساعد کیږي.

– وخت د زهرالودو تبلیغاتو او تخریباتو نه، بلکې د مذاکراتو او جوړجاړي دی. شل کاله تبیلیغات، وژنې، د پنځوسو قدرتونو سلګونه زره سرتېرو فزیکي موجودیت، د بې شمېره درنو وسلو او بمونو استعمال، د درې واړو لورو (دولت، امریکا او طالبانو) تلفات او خونړۍ له مصارفو ډکه اوږده جګړه او په منځ کې د ولس د بربادۍ پر ژۍ ولاړ وضعیت هغه کافي موارد دي چې د تعقل، تعمق او منطقي قضاوتونو لپاره په روښانه ډول په مخکې ایښي او له مخې یې د راتلونکې پرېکړه او قضاوت کول د سیاست یو کمزوري شاګرد ته هم جوت دي.

اوس هم که څوک لدې مسایلو منکر وي او سرترې غړوي، بشپړ باور ولرئ چې داسې کوم جنون یې سرته ختلی چې نه پر ځان دی نه د ملت او هېواد په بربادۍ!

د سناریو دوه اړخونه؛ یا به ټول افغانان ګټونکي یا ټول بایلونکي وي!

د سولې او جنګ ترمنځ په روان موازې بساط کې هر لوری هڅه کوي چې ډېر امتیازات ترلاسه کړي او دا یوه عادي چاره ده. که ارګ چیغې وهي چې تعارضي بریدونه وکړئ او مقابل لوری وځپئ، هم د امتیاز لپاره ده او که طالب هره ورځ عملا هڅه کوي چې د کړي توافق په هرڅومره ممکن راعایتولو سره سنګر تود وساتي، هم د امتیاز لپاره ده. خو اساسي پوښتنه دا ده چې دوی څنګه غواړي دا امتیازات ترلاسه کړي؟

دا امتیازات د مذاکراتو د مېز پر سر ترلاسه کول غواړي. پدې مانا چې دواړه لوري پدې پوهیږي چې بین الافغاني مذاکراتو پيلېدونکي دي او هماغه مذاکرات دي چې په ترڅ کې به یې “راتلونکی نظام” – بیا وایم – “راتلونکی نظام” ترسیمیږي. خو مذاکرات به څنګه پيلیږي او تر پيل مخکې به یې چا په روانه لوبه کې لاس برکړی یا برعکس مقابل لوري ته تن ایښي وي، دا هغه څه دي چې همدا اوس یې وارله مخه پيل شوی جدال تعینوي.

دغه جدال د دواړو لوریو، هم دولت او هم طالب، له ځینو بې ځایه سرټنبګیو او تېروتنو سره مل روان دی. دولت غواړي وار له مخه له طالبانو اوربند وغواړي، بندیان یې “حداقل تر ۳ زرو” ورخوشې نکړې او هڅه کوي چې په یو نه یو ډول راتلونکي مذاکراتو کې دوی له طالبانو سره د ټول نظام په استازیتوب د خپلو اپشنونو او انتخابونو په پام کې نیولو سره مخامخ له پوره صلاحیت سره کیني.

په مقابل کې، طالبان اوربند ردوي، جنګ ته تر ډېره بریده پر نظامي مرکزونو بریدونو سره دوام ورکوي، دولت مطلق ردوي او امارات ته ورته د یو نظام جوړولو ته یې تلوسه ډېره ده.

روښانه ښکاري چې دا سره متضادې غوښتنې او ارادې دي چې د یو جوړجاړي او په رښتینې توګه سولې ته د رسېدو په برخه کې دواړو ته د انحصار او ټولواکۍ ګوته نیول کیږي. د امریکا او طالبانو د توافق او د کابل او امریکا د ګډې اعلامیې له روحیې سره د بندیانو د ازادۍ پر وړاندې خند ایجادول، مطلق اوربند او د ټول صلاحیت درلودونکي حکومت په توګه له ارګ سره د طالبانو مخامخ خبرې شونې نه بريښي. لامل یې دا دی چې خلیلزاد پدې مواردو له وروستي توانه له طالبانو سره کابو یو نیم کال پدې مسایلو چنې وهلي او بالاخره منل شوي دي. نشي کېدلی چې اوس طالبان چې وايي اصلي لوبغاړي (امریکا او ناټو) سره یې توافق یقیني کړی، بېرته له سره له یو داسې حکومت سره خپل موقف کې هغه ډول چې لا یې سر او بر ندی معلوم او امریکا هم ترې درې توسان (معتبرې قطعې) اخیستي؛ د یو حکومت په توګه خبرې وکړي. طالبان پدې هکله سل توجیهات وړاندې کوي.

بل لورته، طالبان یو خوا جګړه تشدیدوي او امریکا سره – د تقریباً یو طرفه اوربند – په ترڅ کې پر دولتي نظامي مرکزونو عملیاتو ته دوام ورکوي، حکومت بیخي هېڅ بولي – چې د بندیانو مسلې وښوده داسې هم نده – او خبرو کې د یوې کوچنۍ ادارې په توګه سهم کافي بولي، دغه راز فکر کوي امارت به بیا قایم کړي چې د نړۍ هېڅ هېواد یې نه غواړي او کافي دلایل لري.

حل یې دا دی چې، حکومت به د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو زمینه برابروي او حداقل ۳۰۰۰ طالب بندیان به خوشې کوي، د سولې پروسې د انحصار د تصور پر ځای به پر واقعیتونو ولاړ د نظام استازی ټیم جوړوي او د اوسني سوی شکل حکومت او ټيم بازیو له فکرونو بهر د ملي ګټو په چوکاټ کې به فکر کوي.

طالبان به هم، دا لکه د ډېر افغانانو مني چې حکومت که هر ډول دی اوس همدا د نظام په هسته کې ناست کې ناست او خبرو کې به یې منطقي او مشروع دلایلو ته غوږ نیسي، اوربند ته نږدې او دفاعي حالت ته ورته نظامي ظرفیت به ښيي او د امارت له بیا قایمولو پورته فکر به کوي او دغه راز به ښيي چې دوی غواړي جګړه ودریږي او بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي او د یو نارمل سټېټ/دولت په چوکاټ کې به د نوي افغانستان لپاره فعالیت کوي.

همدا پورته دوه پاراګرافونه د افغانستان د ژغورنې یوازنی منطقي او د عملي کېدو وړ نسخه ترسترګو کیږي. یا به دواړه لوري نرمښت ښيي، جوتوي به چې رښتیا د مذاکراتو له لارې منطقي حل ته رسېدو ته ژمن دي او افغانستان له بدبختۍ اېستل غواړي؛ او یا به دواړه لوري روانو د نانندریو، امتیازطلبیو، انحصار، فتحه کولو او مغلوبول په بې مانا کړس کې د افغانستان راتلونکې لا وحشت رهبري کوي او بیا به د حداقل نیمې پېړۍ لپاره تکرارېدونکې جګړې ته بستر لا ډېر مساعدوي.

لومړی انتخاب د ټولو افغانانو لپاره د میدان ګټلو په مانا او دویم یې د ټولو لپاره د بایللو په مانا دی. که نن نظام او طالب منطقي فکر او عمل وکړ، سبا به یې ترټولو ډېره ګټه ولس او هېواد ته ورسیږي او که یې د تېر تاریخ شړېدلي اقتدار طلبه افکار عملي کول وغوښتل، ولس به نه اټکل کېدونکې مودې لپاره د بربادۍ یو لا خونړۍ ګرداب ته ټېل وهي.

د نن پرېکړه، د نسلونو د نېکمرغۍ یا بدمرغۍ پيلامه ده!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

لیکوال په ډیر مهارت سره کوښش کړی چی د امریکا په اشغال سره وارد سوی غلام دولت ته د دولت امتیاز ورکړی او غواړی چی سپین او تور ، مجاهد او منافق ، د هیواد آزادی غوښتونکی او هیواد پلورونکی ټوله په یوه تله او وزن وتلی . لیکواله ! د اولس حافظه ډیره ښه او قوی ده او دا ډیر بیداره او ویښ اولس دی خو تاسو دا هیر کړی او بیده یاست چی ۴۹ اشغالګرو هیوادونو د ټوله زور او زر سره دا غلام دولت ونسو ساتلای نو په یوازی به څنګه ځان وساتی ، پدی ښه پوره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x