افغانستانسولې اړوند خبرونه

ستانکزی: د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ او د جګړې د دوام پړه د «کابل ادارې» او امریکا په غاړه ده

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د مذاکراتي ټیم مشر «شیر محمد عباس ستانکزی» وایي، امریکا د طالب زندانیانو په خلاصولو کې پاتې راغلې او د حکومت تر څنګ يې د جګړې د دوام او بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ پړه یې پر غاړه ده.

ستانکزي دغه څرګندونې له «عزم ویب پاڼې» سره په تازه مرکه کې کړې، نوموړي ویلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي تړون مطابق باید د مارچ تر لسمې نېټې پنځه زره طالب زندانیان خلاص او ورپسې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای، خو حکومت په دې برخه کې خنډونه واچول او امریکا ددې بند په عملي کولو کې پاتې راغله، نو ځکه به یې د جګړې د دوام او د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ پړه په غاړه وي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان تیار دي، د افغانستان د ټولو اقشارو له استازو سره د بین الافغاني مذاکراتو په مهال خبرې وکړې او د یوه «ملي» او «ټولمنلي» حکومت په اړه ورسره وغږېږي، خو دده له قوله، د «کابل ادارې» په استازیتوب له هیچا سره خبرو ته تیار نه دي.

ستانکزي ددې تر څنګ له ګاونډیو هیوادونو سره ښو اړیکو درلودلو ته د طالبانو ژمنتیا یاده کړه او ویې ویل، چې هر ګروپ، هره ډله او هر هیواد چې د افغانستان په سوله او د «اشغال» تر پاي ته رسېدلو وروسته د هیواد په بیارغونه کې مرسته کولای شي، دوی یې هرکلی کوي.

د ستانکزي په قول، که د هند حکومت د افغانستان د سولې په پروسه او د نوي افغانستان په رغولو کې مثبت ګامونه اخستل غواړي، موږ یې په نېک ګام شمارو، خو د نوموړي په خبره، هند په دې وروستیو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان دننه منفي رول لوبولی او د ملت په ځای یې له یوه «فاسد» ټولي سره اقتصادي، نظامي او سیاسي اړیکې ساتلي.

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې په بنسټ، باید د هوکړې تر لاسلیک لس ورځې وروسته پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان خلاص او ورپسې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې وای، خو د حکومت له لوري د بندیانو د خلاصون په پروسه کې یو شمېر محدودیتونو د وضع کولو له امله د بندیانو پروسه په هوکړه شوي شکل عملي نشوه او ورسره جوخت بین الافغاني مذاکرات له نامعلوم برخلیک سره مخ شول.

دمګړۍ حکومت د طالب زندانیانو د خلاصېدو لړۍ درولې او د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته د نږدې کېدو په ځای د اشرف غني له لوري د تعرضي عملیاتو د پيل امر ورکړل شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close