
د ولسي جرګې پخوانی مرستیال طالبانو سره د یوځای کېدو ګواښ وکړ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): د ولسي جرګې پخواني مرستیال په یاده جرګه کې د فاعي کمیسیون غړي همایون همایون خبرداری ورکړی، که د «کابل ادارې» مشران ډاکټر غني او عبدالله جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړي، نو دی به له خپلو ټولو امکاناتو سره طالبانو ته تسلیم شي.
همایون همایون چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم ملاتړی ؤ، په دې اړه په خپله فیسبوک پاڼه داسې لیکلي: «که چیرې عبدالله او غني جنرال دوستم ته مارشالي ورکړي! بیانو مستقیم د طالبانو څخه په سر او مال ملاتړ کوم.»
باوري سرچینې وايي، چې د واک پر سر د ډاکټر غني او عبدالله په نوې معامله کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکول هم حتمي خبره ده؛ خو دا لا څرګنده نه چې ددې کار پېښېدو په صورت کې به همایون همایون په رښتیا هم طالبانو سره یوځای شي او که څرنګه؟
له طالبانو سره د ولسي جرګې د پخواني مرستیال او په لویه پکتیا کې د ډاکټر عبدالله باوري ملګري او ملاتړي د احتمالي یوځای کېدو خبره په داسې مهال رسنیزه کیږي، چې تیره اونۍ د هېواد په لویدیځ کې د فراه ولایت پخوانی امنیه قومندان او د اوسني مرستیال والي مسعود بختور، پلار تورن جنرال عبدالجلیل بختور هم له خپلو ټولو وسله والو سره طالبانو ته تسلیم شو، د کومې له امله چې د فراه ولایت د سقوط په هکله یوځل بیا اندېښنې زیاتې شوي دي.
Homayon Saib! What are you waiting for
Move and make a history before it is too late.