دیني، سیرت او تاریخ

لوږه او مړښت

زاهد جلالي

د ۲۰۱۵ روژه وه. شاوخوا د شلو هېوادونو محصلينو او استادانو د ګډ اعتکاف اراده وکړه. د دغه اعتکاف لوجېستيکي مسؤولیت زموږ له دوست، استاد کوليبالي سره و. هغه د ګينيا هېواد اوسيدونکی دی چې اوس په فلسفه کې دوکتورا کوي. اعتکاف کې افغانان، اردنيان، سوريايان، فلسطينيان، ماليزيايان، اندونيزيايان، تاجکستانیان، چچنيايان، تايلنډيان، سعوديان، بنګله ديشيان، او د ډېرو افريقايي هېوادونو اوسېدونکي هم وو. د دغه اعتکاف لګښت يوې خيريه موسسې په غاړه اخيستی و. د اسراف تر حده په کې مصارف ډېر وو. بل کال ته بیا همدغه ګروپ د اعتکاف اراده وکړه.

خو راتلونکي کال ته د هغې خيريه موسسې هغه پخوانی مالي قوت نه و پاتې. د اعتکاف دسترخوان ډېر سپېره و. آن ځينې وختونه استاد کوليبالي له غوسې ويل چې هېڅ نه خورو، يوازې په خرما روژه ماتوو. د دغه اعتکاف په اوله شپه، په پېشنمې کې ټولو ډېر لږ څه وخوړل. لږه ډوډۍ او لږ پنېر ټولو ته ورسېده. زه چې په ډېرو خوړو عادت وم، ډېر وارخطا شوم. حيران وم چې ټوله ورځ به په دغه دوه مړۍ ډوډۍ څنګه تېرېږي، ځکه زه له ماشومتوبه داسې روزل شوی وم چې روژه کې بايد افراطي ډېر خوراک وشي.

خو جالبه دا وه چې دا وار موږ ډېره متفاوته روژه لرله. ايله د عبادت په خوند پوه شوو. بدنونه سپک وو، د لمانځه پر مهال ښکته پورته کېدل، په سجده کې وخت تېرول ډېر آسانه شول او د روژې په خوند پوه شوو. زه هاغه وخت پوه شوم چې دا ممکنه ده چې په دوو خرماوو دې روژه ماته شي او بيا دې روژه ماتي کې دوه خورما وخوړل شي او ټوله ورځ و شپه دې همداسې تېرېږي.

په قرآن کې د روژې د فرضيت په آيت کې راځي چې روژه د نورو انبياوو په امتيانو هم فرض شوې وه. نه يوازې ابراهيمي اديانو کې، بلکې د نړۍ نورو سترو دينو، لکه هندوېزم کې، هم روژه شته. د روژې درسونه به ډېر وي او تاثيرات يې ډېرو پوهانو له فزيکي نيولې تر متعددو معنوي اغېزو ښکاره کړي. خو يوه خبره چې روژه کې واضح ده، هغه دا ده چې دغه میاشت کې بايد بالغ انسانان له خوړو، څښلو او جنسي اړيکو ځان وساتي او له دې ښکاري چې په نه خوړو يا لږو خوړو کې حتمي ډېر حکمتونه شته.

نه يوازې روژه کې، بلکې عموما د لږو خوړو په اړه متعدد احاديث شته دي. آن د حديثو په کتابونو کې د «مړښت بدي» تر سرليک لاندې ځانګړي څپرکي شته چې په همدې تړاو احاديث يې په کې راټول کړي دي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم يو له سترو صفتونو څخه د هغه زهد او په دنيا کې نه علاقه مندي وه. هغه به بيخي لږ خوراک کاوه، ځان يې نه مړاوه، آن داسې روايات شته چې هغه څو څو ورځې ډوډۍ نه خوړه. داسې نه وه چې هغه ته ډوډۍ نه رسېده، بلکې هغه قصدا نه غوښتل خېټه مړه کړي. د هغه د نږدې ملګرو او اصحابو همدا حال و. ابوبکر الصديق وايي چې له هغې ورځې چې مسلمان شوی یم، په مړه خېټه مې ډوډۍ نه ده خوړلې. د مومنانو مور عايشه رض وايي چې د نبي صلی الله علیه و سلم له رحلت وروسته تر ټولو لومړۍ فتنه چې مسلمانان په کې ګير شول هغه ډېر خوړل يا په مړه ګېډه خوړل وو.

دغه راز د تصوف سترو کتابونو کې د لږو خوړو په اړه حتمي يو باب يا يو څپرکی ليدل کېږي. د ابن عربي الفتوحات، د امام غزالي احيا علوم الدين، د ده رسايلو کې او مکاشفة القلوب کې د ډېرو خوړو په رټلو کې بابونه شته. دغه راز د غزني د ستر صوفي، ابو القاسم القشيري په الرسالة القشيرية کې چې د تصوف له ډېرو مهمو کتابونو څخه دی، په دې اړه مهمې خبرې او کيسې شته او نورو کتابونو کې همدارنګه. دا ټول په لږو خوړو ټينګار کوي او د ډېرو خوړو بدۍ بيانوي.

جالبه ده چې په اوسنۍ نړۍ کې د ډاکټرانو توصيه همدا ده. يو ډاکټر وايي چې زموږ خوله چې کله خوراک کوي، دا په اصل کې موږ ته قبر کيني. د مرګ يو له مهمو لاملونو چې نړيوالو احصايو کې ښکاره شوې ده، چاغي او ډېر خواړه دي. دا خو د طبي تحقيقاتو او احصايو پر بنسټ ويل شوي، خو پوښتنه دا ده چې مسلمانو عارفانو ولې مړښت دومره بد بللی دی؟ د دې لامل څه دی؟

د دې په ځواب کې امام عزالي په احياء علوم الدين کې ليکي چې له سترو عواملو څخه چې انسان تباه کوي، د خېټې شهوت دی. له همدې امله آدم او هوا له دار القرار څخه واېستل شول او د ذلت او افتقار دار ته دننه شول. هغوی باندې د خېټې غوښتنو غلبه وکړه او جنت کې يې هغه څه وخوړل چې ترې منعه شوي وو. خېټه په حقيقت کې د آفتونو او مصيبتونو مرکز دی او تر ټولو قوي شهوت د خېټې دی. امام غزالي وايي چې جنسي شهوت، د مال او قدرت غوښتلو شهوت، د ريا، ځان غوښتنې، تکبر او نورو شهوتونو اساس د خېټې شهوت دی. دا ځکه چې کله چې خېټه مړه شي جنسي شهوت ځواکمنېږي. مال او قدرت غوښتلو کې هم انسان د خېټې او جنسي شهوت مړول غواړي چې په نتيجه کې نورو شهوتونو ته لار خلاصېږي. نو هغه وايي، کله چې د خېټې شهوت ووژل شي يا کمزوری پاتې شي، له دې سره جنسي شهوت هم کمزوری کېږي او دا نور ټول شهوتونه کمزوري کېږي.

دغه راز، امام غزالي په مکاشفة القلوب کې د نفس د مقابلې په باب کې ليکي چې د دې تر ټولو ښه لار لږ ډوډۍ خوړل دي، ځکه چې له لږو خوړو سره شهوتونه ماتېږي او لوږه زړه ته نور ورکوي، او د لوږې اجر داسې دی لکه څوک چې د خدای په لار کې جهاد کوي او الله تعالی بل هېڅ عمل دومره نه خوښوي لکه لوږه او تنده. هغه دغه راز ليکي چې ډېر خواړه زړه وژني. امام غزالي د مړښت او زړه وژلو په اړه ډېر په زړه پورې مثال وايي. هغه ليکي چې معده داسې ده لکه دېګ چې ډوډۍ په کې پخېږي. قلب خو د زړه له پاسه دی، نو څوک چې ډېر خوري، د خوړو دود زړه ته پورته کېږي او هغه توروي او سختوي يې.

د تصوف د ستر امام، ابو القاسم القشيري په الرسالة القشيرية کې «د لوږې څپرکي» تر نامه لاندې د لوږې د فضايلو په اړه يو باب ځانګړی شوی دی. هغه د دې پيل په هغه آيت کوي چې الله تعالی فرمايي چې زه مو په وېره او لوږه امتحانوم. هغه د حضرت فاطمې کيسه بيانوي چې يو وار يې لږه ډوډۍ پخه کړه، زړه يې ونه شو چې يوازې يې وخوري، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې راوړه. هغه چې کله خوړه، ورته يې کړه چې، «فاطمې، تېرو درېو ورځو کې دا لومړی وار دی چې ستا پلار يو څه خوري.» هغه ليکي، «پر همدې اساس، لوږه د صوفيانو له صفاتو څخه ده او له نفس سره د جګړې او مجاهدې يو رکن دی. په لوږه کې دوی ستر حکمتونه موندلي دي.»

هغه د يوه عارف په حواله ليکي چې کله خدای تعالی دنيا جوړه کړه نو له مړېدو سره يې جهل او ګناه يو ځای کړل او له لوږې سره يې پوهه او حکمت. د سهل بن عبدالله په اړه ليکي چې هغه به پنځلسو ورځو کې يو وار ډوډۍ خوړه. کله چې به د روژې مياشت راغله، يو وار به يې منځ کې ډوډۍ وخوړه او بل وار پای کې. د تصوف د ستر امام، ابو سلیمان الداراني په حواله ليکي چې هغه به ويل: «د دنيا کيلي په مړېدو کې ده، او د آخرت کيلي په لوږه کې.» او د يحيی بن معاذ په حواله ليکي چې هغه به ويل: «لوږه رڼا ده او مړېدل اور دي.»
د تصوف د يوه بل امام په اړه هغه يوه په زړه پورې کيسه ليکي. قشيري ليکي چې هغه يو وار چېرته مېلمه و او مريدان يې ورسره وو. يو مريد يې، چې ډېر وږی و، له شيخ وړاندې ډوډۍ ته لاس مخکې کړ، نورو ملګرو يې پوه کړ چې دا خو بې ادبي ده. هغه په داسې حال کې چې ډېر وږی و، پنځلس ورځې ډوډۍ ونه خوړه، چې خپل نفس ته جزا ورکړي. امام غزالي د مالک بن دينار په اړه ليکي چې کله چې وفات کېده، نو شېدو او عسلو ته يې زړه وشو، دا يې راوغوښتل، کله چې يې مخې ته کېښودل، ښه ډېر يې ور وکتل او بيا يې وويل: «ای نفسه، دېرش کاله دې د دې له خوړو صبر وکړ، اوس يو ساعت ژوند پاتې،» هېڅ يې ونه خوړل او همداسې وفات شو.

په يادو او نورو کتابونو کې د سترو صوفيانو د نه خوړو په اړه ډېرې عجيبې کيسې ليکل شوي چې ځينو ته يې منل شايد ناشوني وي، او د نه خوړو په فضيلت کې يې د دوی حکيمانه اقوال بيان کړي. امام غزالي د لوږې په اړه ليکي چې بې شمېره فايدې لري، خو لس عمده او اساسي يې چې بيانوي سړی ګومان کوي چې د ټولو معنوي او مادي ګټو خزانه همدا لوږه ده. په دغه مختصره مقاله کې د لوږې ټول فضايل او د مړېدو ټول رذايل او په دې تړاو د صوفيانو کيسې نه شي بيانېدای. لنډه دا چې د غزالي په خبره، لوږه داسې نور دی چې څوک يې ښه والی په ليکلو نه شي بيانولای، د دې بايد خوند وڅکل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

جلالی صاحب، ډیره مننه ښکلی لیکنه دی لیکلی ، اموزنده وه خوشه می شوه.
داسی معلومیږی چه د صوفیانو د تاثر لاندی راغلی یی یعنی صوفی شوی یاست که څنګه ؟

انجینربختور،منګل

بیانزی صاحب ته،
له اسلامی ملک پاکستان څخه د لندن دجال ته پناه وروړله.د نفس،او د خیټی په خاطر مفت سوسیال ته،
پاسنی لیکنه ولوله ،د لوږی ،تنده،نفس مقاومت په کار دی،خپل وطن ته راشه ،که نه راځی نو مه راځه ،نو دا دجنګ تبصری د بند،او د الله ج څخه معافی سوله ته تبصری شروع کړه،

غمی،پښتین

جوړ په خیر،
جلالی صاحب ته،
افرین ،بهترینه لیکنه،افغانستان کی همدا څلویښت کاله د خیټی نفس اود قدرت پیسو ترلاسو کولوجنګ دی،
کاش چه زموږ سیاسیونو لږ عبرت د تیری شوی صوفیانو ،اصحابو کرامو او پیغمبرانو څخه د لوږی او لږ خوړلو په باره کی اخیستی وای ،نو افغان ولس به د خپلی خیټی لپاره په ډالرو،کلدارو نه پلورل،
فعلی جنګ ورور وژنه د خیټی لپاره ده،یو ډیر قدرت غواړی،هغه بل یی نه ورکوی.نو نو جنګ ادامه لری،
جلالی صاحب همدا باره کی نوری لیکنی ته ضرورت دی،

ستانه گل

زوی یی مر کری کومی خیتی چی داسلام آباد بعضی افغانی محصیلینو سره وی چی ورسره مخ به شوی حاجی صاحب دودی میلمستیا کله برابر وی دومره خوراک به یی کولو چی انسان به ورته حیران شو عجیبه مخلوق وه بعضی یی کوهی عادته وه چی صرف خوراک یی مطلب وه , دالله د رضا لفاره فکی ملگری دیر کم فیدا کیده…

طوطی

ستانه ګل خان ته: انډیواله ستا په لیکنه کی د ( پ ) ټکی هیڅ درک نلری. داسی ټکي مو ټول په ( ف ) تبدیل کړی. دا لا پسی کومه پښتو ده؟ ههههههههههه

الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا څخه هیله:
د ځدران په نوم د اشغال او غلامی اداری پلوی اوس په څو جلا جلا نومو ( غمی ، پشتین، طوطی، انجینر بختور منګل ، د څتو کنډو شپون اوداسی نور وخت ناوخت نومونه هم نوی کوی ) تبصری لیکی، او په نورو تبصرو کونکو پسی بهتان او تهمتونه تړی په اړه یی ستاسی توچه غواړم
مونږ به هماغه نوم چه تاسی اجازه راکړی تبصری لیکو د نن ټکی اسیا پالیسیو ته درناوی لرو مننه

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x