افغانستان

جوبایډن: که ولسمشر شوم، افغانستان کې شته اهل هنود امریکا ته راولم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «جوبایډن» په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو د وژل کېدو له امله اندېښمن دی او ادعا کوي، که دی ولسمشر شو، افغانستان کې شته اهل هنودو ته به د امریکا تابعیت ورکړي.

«ټریبون» ورځپاڼې د بایډن له قوله لیکلي « که زه ولسمشر شوم، افغانستان کې مېشتو هندوانو او سیکانو ته به د امریکا تابعیت ورکړم، د کډوالو په اړه به خپله ژمنتیا عملي کړم او په کال کې به یې شمېر تر سل زرو لوړ وټاکم.»

افغانستان کې د مېشتو اهل هنودو په اړه اندېښنې داسې مهال دي، چې کابو میاشت وړاندې په کابل کې د هغوی  په یوه عبادتځای د برید په پایله کې لسګونه هندوانو او سیکانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر برید وروسته اهل هنودو د هند  لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزارت  ته لیکونه ولېږل، د خپل خوندیتوب په اړه یې اندېښنې مطرح کړې او له هغوی يې وغوښتل، چې له افغانستانه د وتلو زمینه ورته برابره کړي.

که څه هم په کابل کې د هند سفارت هغوی ته د چټک غبرګون وعده ورکړې وه، خو لا هم څرګنده نه ده، چې هند د سیکانو دې غوښتنې ته مثبت جواب ویلی که نه؟

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close