افغانستان

غور: د ملي امنیت یو کارمند په ګډون۱۱ دولتي عسکر مړه او بې درکه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د غور ولایت مرکز فیروزکوه کې د ملي امنیت د یو کارمند په ګډون د ۱۰ دولتي عسکرو د مړینې او بې درکۍ خبر ورکوي.

د غور ولايت د رسنيو دفتر سرپرست، عارف عابر وايي، طالبانو تېره شپه ناوخته د ګزک په سيمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کې یاده پوسته نیولې؛ خو د تلفاتو په هکله یې بې خبري ښودلې ده.

له بل پلوه په فیرزوکوه کې یو شمېر فعالانو رسنیو ته ویلي، چې د تیرې شپې پېښه کې د پوستې د سقوط ترڅنګ یو دولتي عسکر وژل شوی، درې ټپيان او ۷ تنه نور طالبانو له ځان سره ژوندي بوولي دي.

په یوه جلا پېښه کې پرون د جمعې په ورځ مازدیګر د مرکز فیرزکوه لویدیځ «قاضي دره» په تفریحي سیمه کې ناپيژاندو سله والو د پولیسو دوه افسرانو او د ملي امنیت یو کارمند په ګډون ۳ تنه دولتي عسکر وژلي دي.

د وزير نوراني په نوم د غور يو مدني فعال وايي: د دې ولايت امنيتي حالات ننګونکي دي،په خبره يې په دې وروستيو کې د دغه ولايت مرکز ته نیږدې سيمو کې طالبانو خپل فعاليتونه زيات کړي، آن تر دې چې د فېروز کوه په یو شمېر سیمو کې يې خپل بيرغونه هم پورته کړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.

د غور ولایت مرکز فیرزوکوه د امنیت په اړه اندېښنې وروسته له هغه زور اخلي، چې وړمه ورځ د «کابل ادارې» مشر ډاکټر غني د طالبانو پرضد د تهاجمي عملیاتو اعلان وکړ او ورسره د هېواد په لر وبر کې د دولتي عسکرو او طالبانو ترمنځ د پراخو نښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x