
په پیشمني کې دغه شپږ ډوله څښاک د بدن غوړ او خیټه کمولو کې مرسته کوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ غوایي، ۱۳۹۹ل): په روژه کی د وزن کمولو او د بدن څخه د غوړو د خلاصون لپاره غوره لارې شتون لري، ددې لپاره ځينې ځانګړي وختونه په پام کې نيول پکار دي چې يو د روژه ماتي او بل د پيشمني وختونه دي، که په دې وختونو کی مونږ او تاسې ځينې خواړه او څښاک په پام کې ونيسو! نو له يادو ستونزو به خوندي وو او بدن به مو د ارامۍ احساس کوي.
د پيشمني پر وخت د ځينو مشروباتو کارول چې د چاغوالي مخنيوی او په ځانګړي ډول د بدن څخه د غوړو د خلاصون په برخه کې ګټور ثابت شوي.
د ډيټاکس اوبه (Detox Water)
ډيټاکس يا خوندورې اوبه، (کله چې د اوبو د زياتو څښلو په موخه له اوبو سره د تازه ميوو يا ځينو سبزيجاتو خوندونه ګډ شي) دېته ډيټاکس وايي. د مثال په ډول ليمو او يا پودينه او يو شمير نور، چې له اوبو سره ګډ شي او بيا وڅښل شي.
ډيټاکس ډيری ګټې لري، له بدن څخه د زهريله موادو د ختمولو سر بېره بدن کې د غوړ په ختمېدو کې هم مرسته کوي، همداراز بدن کې رطوبت پيدا کوي او خوشکي له منځه وړي.
د تور چاکلیټ شربت
د تورو چاکليټونو/ککو څخه جوړ شوی شربت مو په روژه کې د لوږې کچه ټيټوي، او ددې سربيره د وزن په او د بدن غوړو کمېدو کې خورا زياته مرسته کوي.
د هندوانې جوس
د هندوانې خالص جوس چې په کور کې جوړ کړلی شي او د بورې اچولو څخه ډډه وشي، نو د بدن غوړو ختمولو کې مرسته کوي ددې سربيره يو لړ ويټامينونه له ځانه سره لري.
شين چای
د شنو چايو څښل د يو لړ ګټو څخه برخمن دي، خو ددې سره د بدن څخه د غوړو ختمولو کې خورا زياته مرسته کولی شي، کارپوهان یې په روژه کې د پيشمني پرمهال د زياتو څښلو سپارښتنه کوي.
د اناناس جوس
د اناناس خالص جوس سره چې د فلاسسيډ غوړ ګډ شي او بيا وڅښل شي، نو په دې سره بدن کی راټول شوي غوړ له منځه تللای شي.
د پودينې چای
په پيشنمي کې د پودينې څخه جوړ شوی چای مو د بدن د هاضمې سيستم پياوړی او ګړندی کوي او ددې سربېره مو بدن له غوړوالي څخه پاکوي.
د یادونې وړ ده چی پورته ذکر شوي ټول څښاکونه په روژه کې د وزن په کمېدو او د بدن څخه د غوړ په له منځه تلو کې خورا زياته مرسته کولی شي، نو په روژه کې له دې فرصته ګټه پورته کړئ او ځان مو له دې ستونزې وژغورئ.
ډاکتر خانه ستا لارښونه ډیره ښه وه مګر تر هغه بیهتره داده چه په روژه که اصراف ونه شی۔ خوراک د نس په اندازه نه د سترګو په اندازه ۔ یعني په نبوی لار ښونو عمل وشي ۔ او هم په څنګ یی د افغانستان روزانه خبرونه د پشلمی د خوا تعقیب کړی نو به مو اشتها کمه او يا بلکل د بينه ولاړه شی۔۔ نو خوراک کم د وینو غوړ کم۔ الله دي مونږ ته د صحيح روژی نیولو طاقت راکړی۔