ټکنالوژي

امریکا پر هوواوي شرکت د بندیز موده یو کال نور هم وغځوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ غوایي، ۱۳۹۹ل): د ځیرک موبایلونو جوړولو او د ټکنالوژي پر مشهور چینايي شرکت هوواوې امریکا خپل بندیز د یو کال له پاره نور هم وغځاوه.

که څه هم دغه شرکت کوښښ کوي، چې یو ځل بیا د اندراید لېسنس ترلاسه کړي او د ګوګل خدمات هم په خپلو موبایلونو کې شامل کړي؛ خو ښايي دا کار نور وخت هم ونیسي؛ ځکه پر یاد شرکت بندیزونه نور هم غځول شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې وړمه ورځ یې د هوواوي شرکت په تړاو د بندیز اجرائیوي امر د یو کال له پاره نور هم تمدید کړ؛ د تیر په څير یې امریکايي شرکتونه هوواوي سره له همکاري او ګډ کاره منع کړل.

باید وویل شي، چې تېر کال مۍ میاشت کې امریکا هوواوي شرکت په تور لېست کې شامل کړ او یاد شرکت یې خپل امنیت ته خطر وباله.

که څه هم د هوواوي شرکت سرورونه او موبایلونه د ګوګل او پلې سټور له خدماتو بې برخې دي؛ خو له نړیوالو سره داسې اندېښنې هم پیدا شوې، چې ګواکې هوواوي شرکت د چین له شیاومي، اوپو او ویوو شرکتونو سره په ګډه داسې اپس (پروګرام) جوړوي، چې د ګوګل پر ځای وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې یاد شرکت د ګوګل پلې سټور پر خلاف هم یو اپس جوړ کړی و، چې د موبایل وړ ډیر کم پروګرامونه یې درلودل؛ خو اوس یې د پروګرامونو شمېر زرګونو او د یاد پروګرام د کاروونکو شمېر بیا له ۴۰۰ ملیونو زیات شوی دی.

مبصرین وايي، که د ګوګل پر وړاندې د پروګرام جوړونې هڅه کامیابه شي، دا به د امریکا او ګوګل ادارې له پاره ستر زیان وي.

هېره دې نه وي، چې له چین پرته نورو هېوادونو کې د هوواوي شرکت موبایلونه له ګوګل او پلې سټور ملاتړ کوي او دواړه اپلیکېشنونه پکې کارول کېدای شي؛ خو چین کې یې د هوواوي سټور، هواوي سرچ، او هواوي اپرېټنګ سیستم په نوم متبادل پروګرامونه جوړ شوي، چې تر ډیره کامیاب دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x