ورزش

فاف ډوپلیسي: د قرنطین په مراعتولو د شل اوریز نړیوال جام ترسره کېدلی شي

نن ټکی اسیا (۲۷ غوایي، ۱۳۹۹ل): د سویلي افریقا لوبډلې پخوانی لوبډلمشر فاف ډوپلیسي وایي چې د قرنطین په مراعتولو سره د شل اوریزو لوبو نړیوال جام ترسره کېدلی شي.

نوموړي چې تېره ورځ یې د بنګلدېش له پیاوړي توپوهونکي تمیم اقبال سره پر فیسبوک په ژوندۍ بڼه خبرې کولې، وویل: که چیرې پر لوبغاړو د قرنطین شرایط عملي شي؛ نو د شل اوریز نړیوال جام ترسره کېدل شوني دي.

هغه وویل، یاد جام چې په اسټرالیا کې به روان کال ترسره شي که له لوبو وړاندې او وروسته لوبغاړي د دوو اونیو له پاره قرنطین شي؛ نو ټورنامنټ ترسره کېدلی شي.

ده څرګنده کړه، د شل اوریزو لوبو جام یوازې په همدې حالت کې ترسره کېدلی شي.

د ډوپلیسي په خبره: «په سفر کې به ځينې ستونزې وي؛ خو لوبې په همدې یو صورت کې ترسره کېدلی شي، که څه هم په اسټرالیا کې کرکټ لوبغاړو ته له کرونا زیاته خطره نشته؛ ځکه هلته ګواښونه کم دي؛ خو له بنګله دېش، هندوستان، اسیا او انګلستان نه په جام کې لوبیدونکي لوبغاړي له روغتیایي ستونزو سره مخ کېدلی شي، چې د هغې له پاره قرنطین غوره لار ده».

که څه هم فاف ډوپليسي پر لوبغاړو د قرنطین عملي کولو خبره وکړه؛ خو په لوبغالو کې یې د لوبو د لیدونکو په اړه څه و نه ویل، چې څه ورسره وشي.

باید وویل شي، چې د کرونا له امله د کرکټ ټولې لوبې ځنډول شوي؛ خو د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریز جام له پاره چمتوالی پیل کړی؛ مګر اندېښنې شته چې د سیالیو مهالوېش بدل شي.

د ویلو وړ ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام له ۱۸ اکتوبر نه د نومبر تر ۱۵ مې پورې د استرالیا په ۷ ښارونو (سډني، میلبورن، ایډلیډ، پرت، هوبارټ، برسبین او جیولانګ) کې پلان شوی و، چې ۱۶ لوبډلې باید پکې ولوبیږي او ټولې ۴۵ لوبې ترسره شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close