ټکنالوژي

داسې ځيرک ماسک چمتو کیږي چې د ویروس په کشفولو څراغ روښانه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ غوایي، ۱۳۹۹ل): د امریکا هارورډ او MIT پوهنتونونو بایو انجینرانو په ګډه له تېرو شپږو کلونو راهیسې په یوه داسې ډیوایس یا آلې کار پېل کړی چې د ویروس ککړیدو په صورت کې څراغ روښانه کړي او یاد کس ته د خطر خبرداری ورکړي.

ددغه آلې جوړوونکي او کارپوهان هیله لري چې د مخ ماسکونو کې دننه داسې سینسر ځای پر ځای کړي تر څو، کله چې یو اخته شوی کس ساه تنفس کړي، ټوخی یا پرنجی وکړي، د یادو سینسرونو په واسطه دغه ماسک اچوونکي کس ته د څراغ روښانه کېدلو په واسطه د ویروس د راتلو خبر ورکړي.

دا پرمختګ په ۲۰۱۴م کال کې د MIT ټکنالوژي پوهنتون لخوا پېل شو، چې د بایو انجینرانو لابراتوار د سینسرونو رامنځته کول پېل کړل، چې هغه مهال د ایبولا ویروس کشف کړي.

په ۲۰۱۶م کال کې د هارورډ او ایم ای ټي پوهنتون پوهانو خپله څيړنه خپره کړه، هغه مهال دوی غوښتل د زیکا ویروس چې مخ پر ډيریدو و ګواښ په نښه کړي.

اوس دوی د کرونا ویروس د نښو پيژندلو  لپاره یو وار بیا خپل وسایل تنظیموي، او داسې ماسک چمتو کوي چې کرونا ویروس کشف کړي.

طبي پوهان وایي کرونا ویروس هغه مهال له یوه کس څخه بل ته انتقالیږي چې د هغه سره نږدې تماس ونیسي، اغیزمن کس یې پرمخ وټوخیږي او یا هم له نوموړي سره اوږد سفر وکړي.

په همدې موخه یاد ماسک چمتو کیږي تر څو د ویروس څخه د اغیزمن کس سره د لیدلو، د هغه پرنجیدلو یا تماس نیولو پرمهال خبر ورکړي او له یاد خطره یې خبر کړي.

د ماسک جوړوونکو کارپوهانو په وینا، ډاکټران به هم وکولی شي چې لابراتور ته د سیمپلونو استولو پرته د ناروغانو تشخیصولو پرمهال یاد ماسکونه استعمال او د ناروغ د ویروس اندازه معلومه کړي.

یاد ټیم تمه لري چې دغه مفکوره په راتلونکو څو اونیو کې کار وکړي، او دغه ماسک کار اخیستنې ته چمتو شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close