خبرتیاوی او پیغامونه

د جهادي قومندان مولوي محمد د وفات له امله د قاري الهام الدین او قاري محمود شاه د تعزیت پیغام

د ارتباطي وسایلو د نه درلودلو له کبله همدا اوس په ډېرې خواشینۍ خبر شو چې د غرب او شرق د دوه خوانخوارو یرغلګرو استعمارګرو په مقابل کې جنګیدلی اتل قومندان مولوي صاحب محمد د ابدیت په لور سفر پیل کړ، انا لله وانا الیه راجعون.

که څه هم د الله جل جلاله قضا او قدر ته د زړه له تله تسلیم یو، خو الله جل جلاله شاهد دی چې په مړینه يې د جهاد په صف کې د راپېدا شوې تشې او د خورا اسلامي ورورولۍ له کبله داسې غمجن شو چې د قلم په څوکه يې نشو بیانولی. البته د ځان، دوستانو او خپلوانو تسلیت او تعزیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاندې لنډو الفاظو وړاندې کوو:

«ان لله ما أخذ وله ما أعطی وکل شیئ عنده بمقدار، فلتصبر ولتحتسب».

الله تعالی دې دده کورنۍ، نېږدې خپلوانو او دوستانو ته صبر جمیل او اجر جزیل ورکړي. الله تعالی دې هغه مرحوم ته جنت الفردوس ور په برخه او جهادونه دې یې قبول کړي. موږ دعا کوو چې الله جل جلاله دې د جهاد په صف کې د ده له کبله رامنځته شوې دغه تشه دده په مثل سره ډکه کړي.

مرحوم حاجي محمد د شعبان د میاشتې په اواخرو کې د ۲۵ کلونو وروسته زموږ خوا ته تشریف راوړی و او د ټولو جهادي دوستانو سره يې په مختلف ځایونو کې مجلسونه او بنډارونه وکړل، د جهاد او د امارت د کامل ملاتړ په خاطر يې مکرر دعوت او بلنې ورکولې. اوس موږ ته داسې ښکاري چې دا یو وداعي (خدای پامانۍ) سفر و، الله جل جلاله دې ورته قبول کړي. الله تعالی دې جهاد په صحیح خط دایم ولري او امارت دې د دښمنانو د دسایسو د ښکار څخه په امن او امان او د انحراف څخه وساتي.

قاري الهام الدین ؛ قاري محمود شاه

د ارواښاد خالص بابا په مشرۍ د افغانستان د اسلامي حزب جهادي مشران

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x