افغانستان

ملي امنیت شورا: له دې وروسته طالب زندانیان نه خلاصوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ غوایي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ملي امنیت شورا د طالب زندانیانو د خلاصون د لړۍ د درېدو خبر ورکوي، او په طالبانو تور پورې کوي، چې جګړه یې زیاته کړې او له لست سره سم یې بندیان ندي خلاص کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» دغه څرګندونې نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته کړې، نوموړي ویلي « سره له دې، چې د قطر په توافقنامه کې د یادو شویو پنځه زره بندیانو له خلاصون سره موږ موافقه نه وه کړې، خو له دې سره، سره موږ طالب بندیان خلاص کړل، مګر طالبانو جګړه کمه نکړه او زر تنه امنیتي ځواکونه یې خوشي نکړل، موږ هم له دې وروسته د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ دروو او نور زندانیان نه خلاصوو.»

کابل حکومت داسې مهال د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ دروي، چې طالبان وایي، د حکومت له لوري د زندانیانو ور سپار ل شوی لست نیمګړی دی او ورک شوي، یا په جګړو کې وژل شوي عسکر یې هم د بندیانو په لست کې ورته لېږلي.

د طالبانو له قوله، کوم زندانیان چې له دوی سره شته و، د لست مطابق یې خلاص کړي، خو د حکومت د ورکو شویو عسکرو د لټولو مسئولیت لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، هڅه کوي، دواړه لوري د بندیانو خلاصون ته وهڅوي.

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټيم مشر «عباس ستانکزی»بیا  امریکا تورنوي، چې د بندیانو په خلاصولو کې پاتې راغلې او د توافقنامې دا بند یې په بشپړه توګه پلې کړی ندی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روحاني

تاسو سره خو خبرې نه کيدې څو ځله خپل افغانان قطر ته درغلل چې راشئ موږ هم در سره خبرو کې ګډ کړى تر څو د بنديانو په خوشي کيدو او نورو مواردو بحث وکړو تاسو امريکا نه خپل خداى جوړ کړو او هر څه مو هغوى پورې وتړل، اوس به درته د افغان حکومت زور معلوم شوى وي، اوس هم وخت ده راشئ افغان وژنه بنده کړئ امريکا خو ځي نور نو يو موټي شئ او پنجابيانو په اشارو خپل مسلمان ورور مه وژنئ سوله وکړئ او دا ولس ته د ارامه ژوند کولو وخت ورکړئ امريکا نه خداى… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامه اداره نه وه همدغه امریکا ( دجال ) د بی ۵۲ په زور وزیږوله، له څو کاله یی خپله ورله مظلوم اولس او مجاهدین وژل او وروسته چه یی خلک غریب او بی سواده کړل له هماغو غریبو ناپوهو یی د افغان وژنی د پاره عسکر، پولیس او ملیشی جوړی کړی. هر که را نان داد فرمان داد. له جنراله تر عسکره او له جمهوره تر ماموره ورته امریکا معاش ورکوی تجهیزوی او قومانده ورکوی چه څه وکړی او څه ونه کړی نو امریکایان د غلامی اداری او د هغوی د رسنیو او پلویانو دجال خدایان دی… نور لوستل »

طوطی

بیانزی ته: دا لومړس ځل دی چی ستا لیکنی ته لایک ورکوم. درسره موافق یم کور آباد.

A saeed

اشړف ،ده خپل قدرت ده بقاء په خاطر ټول ملت هم ده مرګ کندئ ته ور ټېل وهلائ سې. ېو څو اجېر عسکر خو ورته هېڅ ارزشت نه لرئ
دا ده امرېکېانو په قومنده دا ټوله ناغېړئ کوئ
نور علاج ئ ده ازادې اتلانو ته ورڅئ
انشاء الله
په خپله به لار ته رائېسی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x