د سولې څار

جنګ که سوله؟ نور اختيار زمونږ په لاس کې دی

احمد ظاهر

په خپلو اوښکو باندي ووينځو رانجه د سترګو
زمونږ په هره ښادي غم ولي پسي شي خدايه
درویش درانی

هره ورځ او شپه به مو داسي تازه او معطر خبرونه تر لاسه کول لکه د سپرلي ګلان ، چې نن له باګرامه ، بله ورځ له چرخي پله د زندانه دومري طالبان د افغان حکومت لخوا راخوشې شول ، او بل لور ته به بيا ملايانو صاحبانو د ملي اردو او نورو نيول شوي پوليسو زندانيان په سپينو جامو کي خوښي کول.

تر دوو سوو زيات بنديان د طالبانو له لوري او تر زرو څخه زیات طالب زندانيان د حکومت له خوا را خوښي شول ، دا کار بايد ډير وختي شوی وای کله چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د روان کال پر 29 فبروري په قطر کي د تړون په لاسليک کي پريکړه وشوه چې په لس ورځي کي به دننه پنځه زره طالب او زر تنه د افغان حکومت زندانيان خوښي کيږي ، تر هغه وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيلیږي.

خو له بده مرغه چې د ځينو خلکو له لاسه دغه پروسه بشپړه نه شوه ځکه چې هلته په کابل کي د ولسمشرۍ پر چوکۍ باندي د اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله جنجال تر حد ډير زيات شو ، هغه و چي دواړو خپل ځانونه ولسمشران وټاکل ، او د دوی په دغه سياسي شخړه کي د هغه افغانانو چې سولي ته تږي ول او د امن د راتګ هره شيبه يې پر ګوتو شميرل ، د هغوی ټولي هيلي له خاورو سره خاوري شوې‌ ، وروسته بيا په قطر کي يو ويډيو کنفرانس جوړ شو او بیا څو تنه طالب ډيموکراتان د خپلو بنديانو د معاملې او معاينې لپاره کابل ته راغله چې له بده مرغه هغه هم بيرته هغسي خالي لاس ولاړل لکه چې راغلی وو ، او افغانانو يو بل زرين چانس له لاسه ورکړو ، خو بيا هم بيا د بنديانو د خلاصون پروسه له ډير ځنډه وروسته شروع شول ، په کرار کرار زندانيان له دواړو لوري خوښي کيدل ، د اعتماد فضا رامنځته شوه ، د افغان حکومت يوي چارواکي وويل چې اوس به دا پروسه نوره په چټکي سره مخ ته وړي تر څو بين الافغاني مذاکرات ژر تر ژره شروع شي.

له دې څخه مخکي روژه هم راغله افغان حکومت له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه هم وکړل ، طالبانو ورته په جوابي پيغام کي د بنديانو د چټک خلاصون غوښتنه درلوده چې که تاسو واقعي او ريښتيا سولي ته ژمن ياست ، بنديان خوښي کړئ ، بين الافغاني مذاکرات به شروع کړو او يواځي نه چې اوربند بلکي ټولي خبري به سره حل کړو خو دا يوه هم ونه منل شول.

هلته بيا د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمينځ د توافق خبرونه د رسنیو زينت جوړ شو خو لا تر اوسه رسمي اعلان نه دی شوی خو له ډيره بده مرغه چې د اعتماد دغه فضا ، د افغانانو و سولي ته هيلي او د سولي لپاره د کارکونکو خلکو هلي ځلي ټولي يو وار بيا د امن او وطن د دښمنانو له لوري په مخ په تونده څپیړه ووهل شوې ، د کابل په زيږشتون روغتون کي په نوي زيږيدلي ماشومانو او بې ګناه ميندو بريد او د ننګرهار د يوې جنازې په مراسمو کي پر ګډون والو يو خونړۍ ځانمرګې چاؤدنه هغه څه ول چې د سولي په روانو هڅو کي د خلکو ډير اعتماد له لاسه ورکړ ، د کابل په روغتون کي شوی بريد چې هيڅ يو انسان يې د انځورونو ليدلو توان نلري د حکومت او طالب تر مينځ يې پراته خنډونه لا نور هم زيات کړل.

د هغه بريدونو وروسته سمدستي طالبانو ډيره په کلکه غندنه وکړه او دا يې د سولي د زيان رسولو يوه لويه هڅه وبلل ، په کار خو دا وه چې اشرف غني هم بريدونه د غندلو تر څنګ  و هغه چا ته چې و سولي ته ژمن دي  هغوی ته يې په دغه حساس او مشکل وخت کي د اتحاد او اتفاق پيغام ورکړی وای او غږ يې پر کړی وای چې نور بايد سره يو لاس شو او ملت له دغه اوره وژغورو خو متاسفانه چې هغه بريدونه سره له دې چې د #_داعش ډلي يې پړه په غاړه واخيستل ، اشرف غني په طالبانو تاوان کړل او خپلو عسکرو ته يې حکم وکړ چې د دفاعي حالت څخه دي نور تعرضي حالت ته راووځي او پر طالبانو دي تعرضي عمليات پيل کړي.

د دغه پيښو د غندلو پر وخت د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله وينا کي پر افغانانو غږ وکړ چې نور مونږ ستاسو ساتنه نه شو کولای ، زمونږ ذمه واري نوره پای ته رسېدلې ده ، تاسو اوس بايد په خپله سره کښينئ ، او د خپل ځان ساتنه په خپله وکړئ.

څومره د شرم ځای دی د کوم واشنګټن او نيويارک د ساتني لپاره چې مونږ خپل د ګل په شان نازک او تنکي ځوانان دا ۱۹ کاله قربانول هغوی نن په ډاګه وای چې نوره زمونږ او ستاسي ياري پای ته رسيدلې ده.

اوس که بيا د جنګ ميدان تود شي ، څه به وشي ؟ بيا به مونږ خپل د وطن عسکر او د ملي اردو سرتيري او طالب جنګيالي له لاسه ورکړو ،( له دې پرته چې څوک حق او څوک ناحقه ) يواځي دومره فکر وکړئ چې د دغه ځوانانو کونډي او يتيمان چاته پاتیږي ، مونږ په هر جماعت کي ، په هر سړک ، په هره کوڅه او بازار کي د هيواد دننه وي که بهر د ميشتو افغانانو او پښتنو سيمو کي هره ورځ په هره لمنځه کي سوال کونکي ، خيرات غوښتونکي پښتنې خويندي او ميندي وينو ، کله مو هم فکر کړی چې دا څوک دي ، دا هغه څوک دي چې د څلورو لسيزو څخه زياتو جګړو مونږ ته په تحفه کي راکړي دي ، دغه ځوانان پر ځای د دې چې يو خوشحاله ژوند وکړي ولي د اور تر لمبه کيږي ،  که چيري زر تنه طالب زندانيان خوښي کيدای شي نو پاتي څلور زره بيا ولي نه ؟ يا خو ټول مه ايله کوه او که ايله کوې نو بيا ټول ولي نه ايله کوې ، ځيني خلک دا دليل نيسي چې په هغوی کي ډيری کسان د بهرنيو هيوادونو پوځيان هم شته ، تر دې بل غټ چانس افغانانو ته نو چيرته ملاويږي ، هغوی راوړه د ميډيا په مخ ، نړۍ ته يې ښکاره کړه چې د فلاني هيواد پوځيان زمونږ په خاوره جنګيږي ، او وروسته يې په نړيوال عدالت کي کيس وکړه ، خبره به ټوله روښانه او خلاصه شي.

په کور يا په خونه کي کښينه او څه چې دي په زړه وي هغه طالب ته هم ووايه او عسکر ته هم ، که مړه شي خو دوی به مري ، زما ، ستا ، د هغه بل او اشرف غني يې په څه ، د بل اولاد مري ، د هغوی اولادونه سوال ته دريږي ، مور يې بوريږي ، ښځه يې کونډيږي ، مونږ خو تر ننه د يو افغان سرتيري او طالب و يوي ماشوم او کورنۍ ته لس روپۍ نه دي نيولي او نه په دې خبر يو چې د اولاد غم څومره زور غواړي ځکه اولادونه مو په محفوظ مملکتونو امريکا ، اروپا او يا نورو هيوادونو کي دي.

د سولي يو زرين چانس لاس ته راغلی دی ، که واقعا هم د دې ملت خواخوږي ياست نو د خدای لپاره نور په دې ژړيدلي، کړېدلي زوريدلي ملت ورحميږئ ،تر خپل منصب ورته تير شئ منصب څه  که د سر اړتيا شوه هم يې مه سپموئ ، تاريخ به مو نومونه په سرو زرو وليکي.

الله ج دي زمونږ په وطن ورحميږي او الله جل دي يوه تل پاتې سوله راولي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close