ټولنیزه برخه

د ریاکار عبادت

سمسور

ملک خان ګل سهار له نورو ورځو وختي جومات ته راغلی و،، په زوره، زوره یې غاړې تازه کلې؛ له ستوني یې یو ډول خراری را خوت لکه خوب کې چې څوک خپسکې نیولی وي، هاخوا دیخوا یې څو ځله سر تاو راتاو کړ؛ خوله به یې خلاصه کړه خو لکه چې مناسبه جمله نه جوړېده.

ملا امام چې له سنتو سلام واړاوه؛ نو ملک پرې غږ کړل: ملا صیب تېره شپه پخې وریځې، سخت تندرونه او سپینه برېښنا نه وه؟

ملا صیب ځواب ورکړ: هو! ملک صیب؛ وریځې ډیرې درنې وې؛ لکه د قبر تورې شپې چې پر مونږ ټولو راتلونکې دي.

ملک یو دم چوپ شو؛ خو د فلک خان په زړه کې شک پیدا زیږون وکړ، چې ملک تش په تشه د هوا معلومات نه وړاندې کول؛ ضرور به د شپې له مخې (قضايي حاجت) ته راپورته شوی وي او بیا یې ښايي کوم رکعت نیم رکعت هم کړی وي؛ نو ځکه یې د شپې له مخې د اسمان حالت بیانوه، خپل عبادت نمایش کول یې عادت و؛ څه یې کړي وای؟

په بل سبا ملک بیا له نورو وختي راغی او ملا صیب ته یې د اودس پر مهال وویل: ملا صیب! پرون شپه د څوارلسمې شپوږمۍ ډیره سپینه نه ښکارېده؟

ملا صیب یې په ځواب کې وویل: هو! ملک خان ګله! سپینه وه؛ خو لکه د منافق ظاهري عبادت چې ډیر خوندور وي؛ د سپینې سپوږمۍ په څير؛ خو چې وریځې به پرې راغلې؛ نو بیا به یې د منافقت پیکه رنګ ښکاره شو او د نورانیت رنګ به ترې والوت!

کوم غوړه مال غږ وکړ: ملک صیب! د شپې دې څه کول؟ زمونږ ګناهګارو له پاره دې له رب نه بښنه غوښته که نور څه…؟

ملک چې داسې موقع یې له لاسه نه ورکوله؛ ژر وغړمبېده: هو والله! د ورځې له مخې د غریبو په خدمت کې بوخت وم؛ نو شپه مې غنیمت وګڼله چې عبادت پکې وکړم؛ ګناهګار روح مې لږ سپک کړم.

فلک خان چې اودس یې خلاص کړی و، په قراره یې مخامخ ناست تن ته وویل: که دی دومره ښه سړی و او د رب په لاره پوهېده؛ نو په اوداسه کې به یې خبرې نه کولې! رښتیا خو دا ده چې دی یو پست ریاکار دی؛ که نه د ده یې له شوګیرونو او د رب له پاره بې خوبي سره څویمه؟

ملک چې د فلک خان خبرې یې اوریدلې وې؛ د غاړې په تازه کولو سره یې وویل: فلکه! هغه تره ته دې ووایه چې زما قرض را واپس کړي، یوه میاشت یې پوره شوه او رښتیا پرون مو چې ستاسې کور ته د خیرات غوښه در لېږلې وه؛ څنګه ښه وه؟ هلکانو خو به په ګاونډيتوب پالنې کې څه کسر نه وي کړی؟!

فلک خان ترخه وخندل: ملک صیب! ستا قرض زما په تره دی؛ په ما نه دی. نو تاسې باید په خپله ورته ووایئ او بله دا چې غوښه مې په لاره کې یو غریب ته ورکړه؛ خو هغه هم بېرته زموږ کور ته راغلی و او ویل یې ، چې دا حلاله ده که نه؟

د ملک غاړې کېناستې او خاموش را ولاړ شو. د ملا امام چې د وضعیت خرابوالي ته پام شو؛ نو په ټولو یې غږ وکړ: محترمو د لمانځه وخت دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close