دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او سیکولریزم (دریمه برخه)

راضیه مفیضه

1. سیکولر: تاسې اسلامپاله د ملت پالنې سره حساسیت ښیاست، کله چې موږ د ملت د خپلواکۍ، آبادۍ او ښیګڼو خبره کوو تاسې پر موږ د سیکولر یا بې دینه ټاپه وهئ آخر دا څرنګه انصاف دی؟

2. جواب: په اسلام کې د وطن، ناموس، دین او ملت څخه دفاع جهاد دی چې په ارزښت یې تاسې هم پوهیږئ، د ملت له غریبانو سره کومک پر شتمنو فرض دي چې زکات د همدې لپاره دی او له زکات څخه علاوه به هم ورسره مرسته کوي.

اسلام هيڅکله دا نه مني چې یو تعداد دې کافي غذا نه لري او نور دي بیا اسراف کوي، د وطنوالو یو له بل سره مینه، همکاري غمشریکي او مرسته صله رحمي ده چې یو فرض دی، حب الوطن له ایمان څخه دی، له دې څخه به لویه ملت پالنه او وطن پالنه چیری وي؟

کله چې حضرت محمد (ص) له مکې څخه هجرت کاوه نو په دغسې الفاظو یې مکې ته خطاب وکړ:

ای مکې! ته زما وطن یې زه تاسره ډيره مینه لرم او دا چې تا پریږدم ډير غمجن یم که الله تعالی غوښتي وو زه به بیرته تاته راځم.

اوس نو که ملت پالنه له حب الوطن او ملت دوستۍ څخه مقصد وي دا تر بل هر مسلک زیات د اسلام غوښتنه ده او که ملت پالنه د اروپایي نشنلزم په معنی وي دا نو د اسلام سره ضد ده – کله چې اروپا د تحریف سوی عیسویت دین په خلاف پاڅون وکړ، نو د دین په مقابل کې یې، په عکس العملي توګه نه د یوه علمي طرح پر اساس، د بې دیني یعنې سیکولریزم د مسلک لاره خپله کړه.

اروپایي سیکولرزم درې ښاخه درلودل: نشنلزم ، کپیتالیزم یعنې سرمایه داری او کمونیزم، په دې دریو حالاتو کې دین باید په قطعي توګه د ژوند له کارو، معاملاتو او فیصلو څخه خارج کړل سي.

له بل طرفه ملت پالنه یوه عقیده، ایډيالوژي، قانون او د ژوند یوه عملي تګلاره نه ده چې یو څوک یې د یوه دین او ایډيالوژي بدیل جوړه کړي، دا خو صرف د هر انسان یوه فطری غوښتنه ده پر هر چا خپل وطن او ملت ګران دی.

اوس موږ ګورو که ملت پالنه د سیکولریزم په معنی وي نو اسلامي شریعت او د اسلام مداخله په عملي ژوند کې لکه سیاست، اقتصاد او حکومت کې نه مني حتی اسلامي اخلاق نه مني نو دا بیا په واقع کې کفر نه نو بل څه شی دی ؟

– په اروپا کې خو اول سیکولران د کاپیتالیزم طرفداران وه، کله چې یې د سرمایه دارۍ نظام نهایت زیات ظلم، فساد او بې رحمي ولیدله نو ورسره مخالف سول، د سرمایه دارۍ په خلاف یې د کمونیزم لاره ونیوله، د دې مسلک لپاره ډيرې وینې توی سوې خو وروسته له څه کم یوې پیړۍ څخه دا هم له کاره ولوید او وروست شو، نشنلزم بیا د ملي ګټو پر سر نړۍ د لومړۍ او دوهم عمومي جنګو په اور کې وسوځول دا هم هلته منفورسو .

– اوس موږ نه پوهیږو چې زموږ ملت پالان هم هغه منفور او بد مرغه نشنلیزم غواړی که څرنګه ؟

دوی څه ډول سیاسي، اجتماعي، اقتصادي او اخلاق نظام غواړي، هیله ده چې په دې مورد کې تشریح او وضاحت وکړي ترڅو موږ او دوی په مقصد سره پوه سو که ممکن وي د ملی یووالي او اسلامي اخوت لور ته ولاړ سو .

بدبختي همیشه له دغه ځایه را ولاړیږي چې یو اقلیت د مطلق اکثریت خلکو د عقایدو او غوښتنو په خلاف راپورته کیږي او په اجتماعي امورو کې د هغې ګډون نه مني او غواړو چې د بعضې خارجي حکومتو په مرسته پر دې غیور ملت خپل او د هغوی د خارجي بادارانو حکومت وچلوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close