افغانستانروغتیا

تخار – طبي کارکوونکي: تنخواوې او وسايل نشته، کاربنديز کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): په تخار کې دا ډېر وخت د صحي خدماتو د سم سرته نه رسېدو خبر ورکول کېږي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې بيا بېخي ټکني دي، لامل يې د وسايلو نشتون او د تنخوا د نه تر لاسه کېدو له امله د طبي کارمندانو اعتصاب کول ياديږي.

د تخار له ۸۰ ډېرو صحي مرکزونو او روغتونونو په لسګونو طبي کارکوونکو د تخار د والي د دفتر مخې ته لاريون کړی. دوی وايۍ له تېرو شپږو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او د دوی په خبره، آن تر دې چې له کرونا سره د مبارزې لپاره لومړني توکي او وسايل هم نلري ځکه چې په دې ولايت کې کرونا سره د مبارزې لپاره په وسايلو پېرلو باندې يوه افغانۍ هم نه ده لګول شوې. دوی زياتوي، اړ يوو چې کاربنديز وکړو او همداسې يې پسې وغځوو تر څو مرکزي حکومت څه چاره نه وي کړې.

د والي دفتر بيا خبر ورکوي چې څو څو وارې يې د روغتيايي کارمندانو ستونزې له مرکزې حکومت سره شريکې کړې. د والي د دفتر له قوله: په اصل کې هغه خصوصي شرکت چې د روغتيايي کارمندانو د تنخواوو او طبي خدماتو مسوول دی، په تېرو څو مياشتو کې خپل فعاليت کم کړی.

په تخار کې د رستاق روغتون ريس ډاکټر نذرمحمد نبيل وايي، د مرکز په پرتله په ولسواليو کې حالات تر دې ډېر خراب دي. دی وايي که تخار اې صحي خدمتونه ودرېدل نو اصل زيان به يې ولس ته ورسي. نوموړی زياتوي، بيا بيا د طبي کارمندانو د حق غوښتنې غږ پورته شوی خو څه خاص پايله يې نه ده لرلې.

د ډاکټر عبدالغفور په نوم يو بل لاريون کوونکی وايي: د تخار د ۱۶ ولسواليو د ۲۰ سلنه طبي کارکوونکو خو حتی د ۲۰۱۹ کال له لومړيو راهيسې هيڅ معاش نه دی اخستلی. دی ګواښ کوي؛ که معاشونه حواله نشول او وسايل را و نه رسېدل نو د تخار ټوله طبي کورنۍ به کار بندېز وکړي.

د تخار د والي وياند جواد هجري هم وايي: لاريون کوونکي طبي کارمندان په حقه دي. د ده په خبره مرکز او ياد مسوول خصوصي شرکت سره په اړيکه کې دي. وايي پرې به نه ږدي چې ولس ته طبي خدمات سم و نه رسي.

په دې کې بيا د تخار د صحت عامې ريس ډاکټر نصر الله قاضي زاده وايي، طبي کارمندانو ته د خدماتو رسولو او معاش ورکولو مسوول خصوصي شرکت سره يې له تېرو دريو ورځو را هيسې خبرې رواني دي او زياتوي چې شرکت ژمنه کړې د ۸۰ سلنه طبي کارکوونکو معاشونه به ورکړل شي.

ياده دې وي چې په دغسې ګواښونکي وضعيت کې تر دې دمه په دغه ولايت کې د کرونا د ۱۳۰ مثبتو پېښو خبر هم ورکول شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close