افغانستاناقتصاد

هرات کې د لس ملیون افغانیو په ارزښت د شېدو د پراسس وسایل او تجهیزات وویشل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ غوايي، ۱۳۹۹ل): د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان(FAO) د هرات ولایت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ په دې ولایت کې د شېدو تولیدوونکو په ۱۷ شرکتونو ته د لسو ملیونه افغانیو په ارزښت د شېدو د پراسس وسایل او تجهیزات ویشلي دي.

د هرات ولایت د کرهڼې ریاست چارواکو د وینا له مخې ددې وسایلو او تجهیزاتو له ویش څخه یې موخه د شېدو د پراسس په برخه کې د کارموندنې فرصتونه برابرول او شېدو د کیفیت لوړول دي.

په دغو وسایلو او تجهیزاتو کې د شېدو د زیرمو د سړولو، د ماستو، پنیر، کروتو، چکې او کوچو جوړولو د ماشینونو ترڅنګ اوسپنیز میزونه او د شېدو د لیږدلو صحي بوشکې شاملې دي، چې د لس ملیونه، څلور او دولس زره افغانیو په ارزښت د هرات ولایت د شېدو د تولید او پراسس ۱۷ شرکتونو ته وویشل شول.

د هرات د کرهڼې او مالدارۍ رئیس انجینر عبدالصبور رحماني وايي، دغه وسایل او تجهیزات د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان(FAO) لخوا د هرات د شېدو د پراسس او تولید ۱۷ شرکتونو ته ویشل شوي، چې په دې کې ۱۱ شرکتونه د سړیو او ۶ نور بیا د ښځو لخوا اداره کیږي.

نوموړی زیاتوي، ددې وسایلو او تجهیزاتو په توزیع سره به په نیږدې راتلونکي کې مونږ د ولایت په کچه د شېدو په تولید کې د زیاتوالي او کیفیت د بهتروالي ترڅنګ په لبنیاتي محصولاتو کې په ځان بسیا او د ورته بهرنیو محصولاتو د واردولو د تشې ډکولو شاهدان اوسو.

باید وویل شي، په افغانستان کې د وچو او لمدو شېدو، پنیر او کوچو په ګډون ګڼ شمېر لبنیاتي محصولات له ګاونډي هېواد ایران څخه را واردیږي، چې وارد کوونکي شرکتونه یې تر ډیره کیفیت ته پاملرنه نه کوي او په ځینو مواردو کې آن ترتاریخ تیر محصولات په هېوادوالو پلوري، د کومې له امله چې هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close