روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان؛ په سړکونو، لارو او کوڅو کې د ویروس ضد درمل پاشل ګټه نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ غوایي، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په سړکونو، لارو او کوڅو کې د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سطحې پاکول یا د ویروس ضد درمل پاشل د ویروس په له منځه وړلو کې ګټه نه لري بلکې بالعکس نورې روغتیایي ستونزې رامنځته کوي.

دغه خبرې د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ځمکې سطحې پاکولو او ضد عفوني کولو په اړه د یوه سند خپرولو له لارې کړي دي.

په یاد سند کې راغلي: «په ازادو ځایونو، لکه سړکونو، مارکیټونو، لارو کوڅو کې د ویروس ضد دوا پاشل یا سپری کول د کوویډ-۱۹ ویروس یا نورو ناروغیو د وژلو لپاره هیڅ سپارښتنه نه کیږي، ځکه چې دا د نورو ناروغیو لامل کیږي او خپل اغیز په خاورو او کثافاتو سره له منځه وړي».

دغه سند زیاتوي، حتی د عضوي موادو په شتون کې، امکان نه لري چې کیمیاوي سپری به د یوې مودې لپاره د ځمکې ټوله سطحه په مناسب ډول تر پوښښ لاندې راولي او د ناروغیو لاملونه رامنځته کول له منځه یوسي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې باوري دی چې د سړک غاړې، لارې او کوڅې د راپورته شوي کرونا ویروس اصلي ځایونه نه دي، بلکې ددغه ډول درملو سپری کول ممکن د انسان روغتیا ته له فزیکي او رواني پلوه زیان ورسوي.

یاد سازمان په خپل خپور کړي سند کې په ګوته کوي چې کلورین یا نور زهرجن کیمیاوي مواد د انسان پر بدن پاشل په دوی کې د پوستکي او سترګو انفیکشن رامنځته کوي.

دغه راز د روغتیا سازمان په تنګو لارو او کوڅو کې د ویروس ضد درمل پاشلو په اړه هم خبرداری ورکوي، ددوی په وینا که چیرې د ویروس ضد درمل وکارول شي نو باید د زبیخل شویو جامو او ضد عفوني ماشین په واسطه وي.

د کرونا ویروس ممکن د ځمکې په سطحه پاتې شي، مګر لا هم دقیق معلومات شتون نه لري چې دا به څومره وخت پر دغه ځای پاتې کیږي.

څيړنو ښودلې چې شونې ده ویروس د ځمکې په ځینو سطحو د څو ورځو لپاره پاتې شي، مګر دا خبر تر اوسه نظریه پاتې ده ځکه چې دا د لابراتورونو په شرایطو کې ټاکل شوې وه او باید په احتیاط سره واضح شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close