ټکنالوژي

سامسنګ د (ای سیریز) درې نوي ځیرک موبایلونه وړاندې کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ غوایي، ۱۳۹۹ل): سویلي کوریایي شرکت سامسنګ روانه اونۍ د ای سیریز درې نوي ځیرک موبایلونه په ځينو هېوادونو کې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړل.

دغه موبایلونه (ګلیکسي ای ۱۱)، (ګلیکسي ای ۲۱) او (ګلیکسي ۳۱) دي، چې اوسمهال په تایلاند او بریتانیا کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوي خو په راتلوکي نږدې کې به په سویلي اسیایي هېوادونو کې هم وړاندې شي.

ګلیکسي ای ۱۱ (Galaxy A-11)

په اساسي ډول دا د سامسنګ شرکت د داخلې کچې ځيرک موبایل دی، کوم کې چې ۶.۴ انچه ډیسپلی لري، د ۱.۸ ګیګا هرټز د سنیپ ډراګون ۶۲۶ پراسیسر لرونکی دی، دغه راز د ۲ او ۳ جي ریم سره ۳۲ جي داخلي حافظه ورکړل شوې او په میموري کارت سره اضافه کېدلی شي.

د ۴۰۰۰ ملي امپيره بیترۍ لري چې د ۱۵ واټه چټک چارجولو ملاتړ هم کولی شي.

ددې سربېره د دوه سیم کارتونو ملاتړ کوي، ایل ټي اي LTE، جي پي ایس، وایفای، بلوتوت لري او یو اس بي دریم پورټ «ټایپ سي» په څير نورې ځانګړتیاوې هم لري.

شاخوا ته درې کامرې ورکړل شوي چې منځنۍ یې ۱۳ میګاپېکسله، دویمه د اضافي پراختیا سره ۵ میګا پېکسله او دریمه یې ۲ میګا پېکسله د دقیق سانسر لپاره چې د ایل اي ډي فلاش هم لري ورکړل شوي دي، دغه راز د مخې یا سیلفي کامره یې ۸ میګا پېکسله ده په داسې حال کې چې فنګر پرنټ یا د ګوتې کولپ یې د موبایل پر شا دی.

ددې موبایل بیه (۱۳۸۰۰) هندۍ کالدارې اټکل شوې ده چې د روانې میاشتې په وروستیو کې به په سویلي اسیایي هېوادونو کې بازار ته وړاندې شي.

ګلیکسي ای ۲۱ (Galaxy A-21)

په دغه موبایل کې ۶.۵ انچه ایچ ډي پلس انفینیټي ډیسپلی او د اوکټا کور ۲.۰ ګیګا هرټز پراسیسر ورکړل شوی دی، د ۳، ۴ او ۶ جي بي ریم سره د ۳۲ او ۶۴ جي بي حافظې لرونکی دی چې په میموري کارت سره ۵۱۲ جي بي ته لوړیدی شي.

د ۵۰۰۰ ملي امپیره ستره بیترۍ د ۱۵ واټه چټک چارجولو ملاتړ سره لري، چې د اندراید ۱۰ چلوونکی سیستم په کې ځای پر ځای شوی دی.

شاخوا ته څلور کامرې لري چې منځنۍ یې ۴۸ میګا پېکسله ده، ددې سربېره ۸ میګاپېکسله د پراخې زاویې سره، ۲ میګاپېکسله د دقیق سانسر او د ۲ میګاپېکسله د میکرو لینس سره ورکړل شوې ده، په داسې حال کې چې ۱۳ میګاپېکسله د مخې یا سیلفي کامره لري.

د سامسنګ ای ۲۱ موبایل بیه «۱۹۰۰۰» هندۍ کالدارې اټکل شوې او په جون میاشت کې به بازار ته وړاندې شي.

ګلیکسي ای ۳۱ (Galaxy A-31)

دغه موبایل د ۶.۴ انچه ایچ ډي امولیډ ډيسپلی لري چې د ۲.۰ ګیګا هرټز اوکټا کور پراسیسر سره وړاندې شوی، ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظه لري چې په میموري کارت سره اضافه کېدلی شي.

شاخوا ته ۴ کامرې لري چې منځنۍ یې ۴۸ میګا پېکسله ده، له دې پرته د ۸ میګاپېکسله پراخې زاویې، ۵ میګاپېکسله د دقیق سانسر او ۵ میګاپېکسله میکرو کامرې شتون لري، چې د سیلفي کامره یې ۲۰ میګاپېکسله پر سکرین د څاڅکي په څېر ورکړل شوې ده.

په دې کې ۵۰۰۰ ملي امپیره بیترۍ د ۱۵ واټه چټک چارجینګ سره ځای پر ځای شوې ده.

بیه یې «۱۵۰۰۰» هندۍ کالدارې اټکل شوې ده چې د روانې میاشتې په وروستیو او د جون میاشتې په پېل کې به بازار ته وړاندې شي.

د پورته موبایلونو سربېره د سامسنګ شرکت موده وړاندې د ای سیریز یو بل موبایل هم وړاندې کړی و چې دلته یې تاسې ته وړاندې کوو.

ګلیکسي ای ۴۱ (Galaxy A-41)Samsung shows off the Galaxy A41, a new mid-range smartphone

دغه موبایل ۶.۱ انچه د فول ایچ ډي سوپر امولیډ ډیسپلی لري چې د میډیاټک هیلیو پي ۶۵ پراسیسر لري، د ۴ جي بي ریم سره په کې ۶۴ جي حافظه ځای پرځای شوې او په میموري کارت سره زیاتېدلی شي.

شاخوا ته درې کامرې لري چې منځنۍ یې ۴۸ میګاپېکسله ده، دویمه یې ۸ میګاپېکسله د پراخې زوایې سره او دریمه یې ۵ میګاپېکسله د دقیق سانسر سره ورکړل شوي دي، چې په 4K کیفیت ویدیو چلولی شي، دغه راز ۲۵ میګاپېکسله د سیلفي کامره هم لري.

د ۳۵۰۰ ملي امپیره بیترۍ سره د ۱۵ واټه چټک چارجولو وړتیا هم لري، فنګر پرنټ یا د ګوتې کولپ یې په سکرین ورکړل شوی دی.

بیه یې «۳۰۰» یورو ټاکل شوې ده چې د اوسمهال لپاره په جاپان کې وړاندې شوی او ډير ژر به نورو هېوادونو کې هم وړاندې شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close