افغانستان

جلال آباد کې د چت پرېوتو له کبله ۱۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غوايي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د تیرې شپې سخت توفان له کبله لږ تر لږه ۱۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وايي، بیګا ماښام د جلال آباد ښار څلورمې ناحیې اړوند مجبورآباد سیمه کې د محمدآغا په نوم یو کس د کور چت پرېوتو پېښه کې ۴ تنه ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

نوموړی زیاتوي، ددې ترڅنګ د ښار لومړۍ ناحیې اړوند قول اردو فامیلو ساحه کې هم د یو کور چت نړېدلی، چې له امله یې ۴ تنه نور ماشومان هم ټپيان شوي دي.

د څلورمې ناحیې خلک وايي، د محمدآغا په نوم کس چې تیره شپه یې د کور چت پرېوتلی، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی، چې د کور نړېدلو او ماشومانو له مړینې سره لاسنیوي او مرستې ته اړتیا زیاته شوې ده.

ددې خبر د لیکلو تر مهاله په ننګرهار کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ولایتي ادارې او نه هم کوم بل مسئول چارواکي له یادو کورنیو سره د مرستې او لاسنیوي په موخه اړیکه ټینګه کړې نه ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close