
کندهار: خپلمنځي جګړه کې د قومندانانو په ګډون ۱۸ پولیس وژل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غوايي، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د پولیسو خپلمنځي نښته کې د ۴ قومندانانو په ګډون د ۱۸ پولیسو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.
دا پېښه تیره تیره شپه د معروف ولسوالۍ په تغړي سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د پولیسو د کنډک دننه درې تنو پولیسو په خپلو ملګرو ډزې وکړې، په دغه پېښه کې د کنډک د قومندان په ګډون د ۱۸ پولیسو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي هم پېښه تایید کړې او زیاتوي چې په د پولیسو په ځوابي ډزو کې ۲ تنه بریدګر پولیس هم وژل شوي دي.
د برید مسئولیت وسله والو طالبانو په غاړه منلی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې د معروف ولسوالۍ اړوند تغړک سیمه کې د فوجي پوستې دننه ددوی «نفوذي مجاهدینو» په پولیسو ډزې کړي او د څلور قومندانانو په ګډون یې ۱۸ تنه پولیس وژلي دي: «په دې اتلوال برید کې د قومندان منیر، قومندان بشیر، قومندان ملوک، اوقومندان مشال په شمول ۱۸ تنه ګوډاګي عسکر ځای پر ځای ووژل شول»
احمدي په دغه برید کې د خپل یوه ملګري وژل کېدل هم تایید کړي دي.
د معروف ولسوالۍ ترڅنګ تیره شپه د کندهار ولایت په خاکریز او پنجوايي ولسوالیو کې هم د پولیسو او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو؛ خو تراوسه ددغو نښتو جزیات رسنیز شوي نه دي.