نظــر

ټولټاکنې یا د بلواکې خونړۍ ادارې ناسور ټپ

استاد دلاور سیلاب

د دوه لسیزو په پرله پسې عیاشیو کې ډوبه پردي پاله اداره په دې ورځو کې له باداره یو څه ګیله منه ښکاري.

اشغال، افغان وژنه، شپنۍ چاپې، بې عفتي او داسې نور نارسنیز شوي جزئیات خو د غلامۍ د تړون سیاسي مواد دي. لاسپوڅې اداربله خو به هیڅکله هم د یادو مادو په اړه له بادار سره دسر خوږي جرائت ونه کړی، ځکه دا خو د امریکايي رازق؟! مسلم او ګرنټي شوی حق دی. نازولې اداره اوس د اسلامي امارت او امریکا تر مینځ تړون د ډالري کاپیو د لاس ته راوړلو په لاره کې یو لوی خنډ تلقي کوي.

د توطئو، سازشونو او معاملو شل کلن لست خو یې – چې لا تر اوسه ادامه لري – له هیچا هم پټ نه دی، په تیر ۲۰۱۴م کال کی یې یوه نادوده د ټولټاکنو په یوه خندوونکی ډرامه هغه مهال ثبت شوه چې یوې دوسرې ولس شرمه اداره ېې وزیږوله، مګر د جان کیري په خیاطۍ سره یی پرتوګ ور په پښو شو، خو وروستۍ هغه یې بیا ۲۰۱۹ زیږدیز کال د ټولټاکنو په یو بل ډراماتیک سریال سره راپیل شوه، چې پرون (یکشنبه د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مۍ د میاشتې په ۱۷مه نېټه چې د ۱۴۴۱ هجري کال د رمضان المبارک د میاشتې له ۲۴مې نېتې سره سمون خوري) ددوه موازي حکومتونو په جوړیدو سره پای ته ورسیده .

دې نوې پیښې د مزدورو او معامله ګرو چارواکو سرخوږی دومره زیات کړ؛ چې د جان کیري سیال پمپیو یې هم له علاجه عاجز شو، خو ناهیلی نه شو. بالاخره د یو ملیون ډالرو په بدل کې یې ان له واشنتګنه په انلاین بڼه علاج ترسره شو، وروستي معاینات یی تیره ورځ (یکشنبه د مۍ ۱۷مه) بشپړشول.

د مصر یو وتلی او تکړه عالم محمد الغزالي وايي : ” إنني أتأذى عندما تزور الانتخابات فى بلد ما، لا لأن نفراً من الشطار سوف يسرقون مناصب لا يستحقونها- وهذا وحده جريمة- بل مصدر الأذى مرور الكذب فى هدوء، واستقرار شهادة الزور دون اكتراث، ويألف الكبار والصغار أن تطمس الحقيقة دون نكير!.”

ماته به دا خبره دومره غموونکې اوهیښوونکې نه وي، چې په هیواد کې ټاکنیز بهیر روڼ نه وی او پایله یې د یو شمیر زرنګو او چالاکو زورواکو له خو ا د یو شمیر هغو اداري پوستونو – وزارتونو- غصبول اوغلا کول وي ، چی اصلا یې دغه جنابان وړتیا او استحقاق نه لري، چې دا کار البته پخپله یو نه بخښونکې ګناه ده.

مګر هیښوونکې بیا داده چې څرنګه شونې ده، چې داسې یو لوی ښکرور دروغ او تقلبي عمل په دومره اسانه سره ترسره شي او هم مهال یې د بیلابیلو عمرونو رای اچوونکی(Voters ) نر او ښځې واړه او غټ او واړه دومره لوی تخطي ګناه او نه جبرایدونکی خیانت چې د یو ملت د برخلیک او ارمانونو معضله ده، په دومره اسانۍ، عادي او اشنا توګه ومني چې له دوی څخه یو رای اچوونکی هم دداسې یو لوی حقیقت په مسخ کولو سره له نیوکې او پاڅون پرته ارام واوسي.

که د امریکا او طالبانو تړون – چې مزدوره اداره یې د مظلومو افغانانو د وینو د تویولو په قیمت سبوتاژ کول غواړي – د وخت سره سم عملي بڼه غوره کړي، نو حتمي ده چې ډپیایلیان (Defiles) به بیا دا ارمان جهنم ته له ځان سره یوسي، چې امریکا او ناټو تنکي ځوانان باید د خپلو وینو په نذرانه کولو سره دا ناولې حشرې د ژوند تر پایه پر واک او ځواک کې وساتي.

ائتلافي عسکر فکر کوي مونږ نه شو کولای د بې کفایته خلکو د ساتلو لپاره نورې خپلی وینی تویې کړو. د روسانو پر مهال هم داسی وه، چه روسانو به ګزمې کولې؛ افغان صاحب منصبانو به میلې او لوړ پوړو مامورینو به په دعوتونو کی مستۍ کولې ، نو روسانو به دوي ته ښکنځلی کولې چه زمونږ وینې اوبه نه دي چه ستاسو لپاره یې تویې کړو. ترڅو به بهرنیان ددوی لپاره وینې تویوي، ترڅو دا فاسدان په ملت مسلط وساتي ؟

د جلال آباد او کابل په څیر د سلهاو خونړیو پیښو مسؤولې ادارې خپلې وروستۍ ناکامې هڅې؛ او هر خس او خاشاک ته لاس اچول ښکاره په ډاګه کوي چې دغه اداره د یو شدید اضطراب په حالت کې د مظلوم ملت له محاسبې ځان ژغورل غواړي، او په ډېره سپین سترګۍ سره چې ګواکې ملت به هم ددوی په څیر ړوند او کوڼ وي، پړه یې بیا د وطن او استقلال په اصلي پاسدارانو اچوي. له بادار سره یې ترینګلتیا ډېر اړخونه لري، خو موخه یې البته یوه ده؛ او هغه دا چې د هوکړې له مخې به سوله ددوې ګټې وګواښي.

خو د آسیا او اروپا ځوانان نور له دوی څخه په خورا ناراضه شکل، شرمیدلې او ګوډه ماته بڼه خپلې پښې سپکوي. بادار خو دوی ډیر ونازول، مګر ددوی عدم وړتیا او اداري نیمګړتیا که له یوې خوا دوی د عیاشۍ له درانه خوبه راویښ کړل، له بل پلوه یې د بادار د امپراطورۍ ستنې هم په لړزیدو کړې، او یو داسې تاریخي تور داغ یې په لمن ولږېد چې ویتنام یې هم هېر شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x