ټولنیزه برخه

د پیسو ګتل هنر نه؛ مصرفول يې هنر دی

محمد نبي سلطاني

د يويشتمي پېړۍ په راتلو سره په نړۍ کي صنعتي انقلاب رامنځته سو، هرڅه بدلون وکړ، هرڅه نوي سول او هرڅه تر اړتيازيات سول؛ موبايل، کمپيوټر، تلوېزون او نور ډېر داسي توکي بازارته وړاندي سول، چي دنولسمي پېړۍ او اتلسمي پېړۍ انسانانو ئې هيڅ فکر هن نه وکړى.

د دې توکو په ډېريدو سره د يويشتمي پېړۍ د انسانانو خواهشات هم زيات سول، مخکي که به يوکس په (١٠٠) زر افغانۍ دخپل کورګوزارکول، خو اوس ئې په(١۰٠٠٠) لس زره هم نه سي کولاى، مخکي به يوازي داړتياوړتوکي د ضرورت په اندازه پېرل کېدل، خو اوس بې ضرورت توکي پرته له کومي اړتيا پېرل کيږي يعني داچي ديويشتمي پېړۍ انسان که څه هم په علم او پوهه کي ارتقاء کړي خو په ضايع او مصرف کي د اتلسمي پېړۍ تر انسان مصرفي اوضايع کوونکى دئ.دى دپيسو ګټلو په چل پوهيږي، خو دمصرفولو په هغه نه، په داسي حال کي چي دپيسو ګټل هنر، نه بلکي مصرفول ئې هنر دی.

دلته له زاړه څخه نيولې ترواړه پوري ټول دپيسو دګتلو په چم په اګاهانه او نااګاهانه توګه پوهيږي، خو د مصرفولو هنر ئې نه لري، ځکه زموږ په عصر او زمانه کي دکومو شتمنو کسانو دشتمنيو ګټل او بايلل چي ماليدلي په دي پوه سوى يم، چي د دوى دپيسو ګته نه يو پديده پوري هنري خو لګول يي غيري هنري دي دوى لير نه بلکي نژدي ګوري . دوى اوږدمهاله ګتي نه بلکي لنډ مهاله ګتي په نظرکي نيسي.

د خپلو هيوادوالو غم نه، بلکي خپل غم خوري، که نن موږ دخپل هيواد ډېر پانګوال وګورو نوپانګونه به ئې پرداسي شي کړې وي، چي نه ئې ځان اونه ئې بل ته ګته رسيږي، بلکي يوازي په غواړي چي کاذب شهرت په ترلاسه کړ،ي چي ښه بېلګه ئې دنن بې ضرورته او بې اړتيا د راډيوګانو پرانستل، د تفريح ځايونه جوړل، دښځو دفيشن مارکيتونه پرانيستل اونور له اندازي څخه زيات.

دا خولا پرېږده ډېر داسي کسان دي چي داکارونه ئې هم ونه کړه، بلکي خپله شتمني ئې په تفريح، سفر، انډيواليزم، ځوانيزم او يا ئې تر بېځايه سياليو قرباني کړه، اوس پر وچ ډاګ ناست دې نې انډيوال، نې ځوانۍ، نې خرابات او نې مناجات په ښه ورځي، لاسونه مروړي او واخ واخ لري.

دغه کسان دخپلي شتمنۍ د غورور پرنيلي سپاره وه، د(١٠٠) افغانۍ شی به ئې په (١٠٠٠) افغانۍ او د(۱۰۰۰) هغه به ئې په(١٠٠٠٠) لس زره رانيوی، مېله، تفرېح او انډيوالتوب ئې يوه نه بلکي هره ورځ وو، نه به خپل او نه به د اولس غم ورسره وو، وخوره او وچيښه او بس.

په کارخو داده چي څونده سړى دپيسو په ګټلو کي له هنره کار اخلي دغه ډول به ئې په مصرفولو کي څوچنده له هنر، پوهي اوځيرکتيا څخه کار اخلي، ځکه هر وخت سړي ته پیسې په لاس نه ورځي اونه هم تل سړى شتمن وي.

که موږ دنړۍ دشتمنو او دکار خلکو ژوند ته په ژور نظر وګورو نو هغوى دپيسو دګټلو نه، بلکي د مصرفولو په هنر پوه وه، يا دي، چي اوس ئې شتمني له ميلياردو اوښتې، چي هم ئې ځان او هم ئې خپل اولس ته هم د کار ا و هم د ښه، مرفه او سوکاله ژوند زمينه برابره کړې.پيسې ئې دا ډول مصرف کړي، چي هم ئې د ځان، هم ئې داولس او هم ئې دهيواد ته ګټه رسېږي.

زموږ پانګوالو ته هم به کار دا ده چي پر داډول بنسټيزو کارو پانګونه وکړي، چي خير ئې ټول ملت ته رسېږي، کارخانې پوهنتونونه، مدرسې، ښوونيز مرکزونه او… جوړي کړي.

له هغوکارونو ډ ډه وکړي، چي يوازي ئې ګټه د يوه شخص جېب ته لوېږي او يا ئې عامه ګټه نه وي او يا يوازي د نوم او نښان لپاره وي او يا هسي د مال ضايع کول وي، ځکه دمال ضايع کول الله جل جلاله او رسول الله صلی الله عليه وسلم هم نه خوښوي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

الله ستاسي لپاره دري شيان نه خوښوي:
١ بي فايدې بحث اوخبري کول.
٢_ ډېر سوال او جواب کول.
٣_ دمال ضايع کول.

نو موږ ته هم په کار ده چي دپيسو دضايع کولو څخه ډ ډه وکړو خپلي پيسې په خرابات، انډيواليزم، ملګرتوب، ځانښووني او نورو ناوړه کارونو کي مصرف نه کړو، بلکي داسي ځای ئې مصرف کړو، چي هم خداى او هم ئې مخلوق ته ګته ورسيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close