ادبي لیکني

کرونايزه خاطره

بخت الرحمن شرافت

له نن څخه اتلس ورځي وړاندي مي د کورونا ناروغي باندي اخته ناروغ دسپرلۍ دمخ په سیټ کې راسره کښيناوه، البته تر اوسه نه زه او نه هم ناروغ یقیني وه
چې ناروغ دي کورونا وي.

ناروغ شدیده تبه، نه درېدونکی ټوخ او سخت درد درلود، دولس ساعته موټر کې راسره ناست وه، مختلفو روغتونونو ته مو مراجعه وکړه، روغتون دروازه کې ارزیابي کونکي ټيم چې به دناروغ وضعیت ته وکتل سم دستي به یې بهانې ولټولې. د روغتون له دروازې څخه به یې رخصت کړو.

بالاخیر کوم روغتون کې داخله وشوه معاینات وشوو، ناروغ کورونایې ناروغ وخوت، خدای شته پرېشاني واخیستم پوره یوه ورځ راسره دسپرلۍ مخ سیټ کې بغیر له کوم حفاظتي تدابیرو څخه ناست وه، سخت او مسلسل ټوخ او دسپرلۍ شیشې هم بندي.

هغه وه چې ژر تر ژره ما هم دکورونا معاینات وکړل، پایله منفي راغله روژې اوله عشره د اختر ورځ شوه،
البته ماتې مي ونه منله ناروغ سره قرنطين سنټرکې پاته او چوپړ ته مي ملا وتړله.

دوولس ورځي مو په خلوت کې سره تېري کړې ناروغ وچکلک او روغ رمټ شو، نو فیصله مو وکړه چې دواړه بیا ځلي معاینات وکړو، بیا مو معاینات وکړو، زما پایله یو ځل بیا منفي او ناروغ یو ځل بیا مثبت .

د ناروغ پایله مو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سره شریکه کړه د ناروغۍ تاریخچه او دنوموړي اوسنی وضعیت مو ورسره شریک کړ، دناروغ د ویني یوه بله معاینه او دسینې ایکسرې یې ورته وکړه، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر راته وویل ناروغ نور جوړ دئ بدن کې یې انفکشن نشته، کېدای شي دټيسټ پایله یې څه وخت نوره هم مثبت راشي، ویل یې ناسو تلی شئ البته تر یوې اونۍ پوري به احتیاط کوۍ، اوس هم له ناروغ څخه وایرس انتقالېدلی شي.

څرنکه چې کارونه او مصروفیتونه زیات وه نور مو دخلوت او ګوښه والي ژوند ته مخه ښه کړه، زه او ناروغ بیا هم هغه سپرلۍ کې څنګ په څنګ سره کېناستو، داځلي ټوخ، تبه او دردونه نه وه، یو شی چې دې پلا اضافه وه، هغه زما او دناروغ خوله باندي ماسکونه وه، ځکه ‌‌‌‌‌‌د ډاکټر وصیت وه چې یوه اونۍ به نور هم احتیاط کوۍ.

کیسه به را کوتا کړم ناروغ مي زیړ مازیګری تر روغو
پوري را ورساوه، او زه ځيني په روغه تڼۍ رخصت شوم، کورته لاړم دکورنۍ غړو به هرو مرو وېره لرله چې بابا به د وهان وایرسونه ټول د سږو وکندو ته اچولي وي، ددې لپاره چې کورکې له مقاومت سره مخ نه شم، سره لاس او ګریوان نه شو، دروازه مي وټکوله، دکور لخوا ږغ وشو څوک یې؟

ورته مي کړه چارګل کاکا یم دغه ورقه ستاسو بابا راکړې دا ورقه واخلۍ، ورقه مي ورکړه زه ددروازې بغل ته ګوښه شوم، کله چې یې سترګې زمانوم او کورونا منفي ټکي یاندي پریوتې، کورکې نارې شوې انا مبارک، دادا مبارک، لوی ورورک او کاکا مبارک، د بابا کورونا ټيسټ منفي دئ، هلۍ ماشومانو وزغلۍ چارګل کاکا څه شو را ویې غواړۍ چې زیری ورکړو.

دلته مي نزدې د ګل باران کاکو. دکور خواته نور ځان ګوښه کړ، کورته مې زنګ وواهه ورته مي وویل چارګل کاکا ته مي یوه ورقه ورکړې وه نه به یې وي در رسولې.

باباجانه ته یې ورقه یې راوړه، الحمد لله ټيسټ دي منفي دئ، بابکه چیري یې ولي نه راځي اختر رانږدې شوی مونږ هیڅ نه دي کړي،. زویه لاره باندي یم نږدې یم در رسېږم تاسو روژه ماتی برابروۍ زه درځم، الحمد لله خدایه سل ځله شکور دئ بابا روغ رمټ اوس رارسیږي، لالیه ما نه ویل بابا مهربانه او خواخوږی کس دئ کورونا ورباندي څه نه شي کولی، ودي نه لید دبلا ستوني څخه روغ را ووت، هوکې نانۍ رښتیا وایې باباته ‌‌‌‌‌‌ډير خلګ دعاوې کوي.

کورته راغلم شپه تېره شوه، راتلونکي مازیګرته مي بدن دردونه شروع کړو، شوندان مي وچ وچ کېدل او دماښام خواته سختي تبې ونیولم، دکورنۍ غړي یوځل بیا دبابا بزرګي شک کې واچول، خدای شته زه هم سخت وارخطا شوم، کورکې مي د قرنطين کېدو کوشش شروع کړ، دوهمه او دریمه ورځ هم سخته تبه اوشدید دردونه، مجبورشوم بیا مي ټيسټ وکړ، الحمد لله دریم ځل بیا منفي، کورونا وایرس ناټ ‌‌‌‌‌‌ډيټک ‌‌‌‌‌‌ډيد، تبه هم وشکېده ، جسماني دردونه ورک شول، البته د هیواد او هیوادوالو
لپاره زړه کې شته دردونه لا پر ځای پراته دي.

پایله او د پام وړ ټکي:

نړۍ وال روغتیایې سازمان خپل ورځني سچوېشن راپورکې لیکي:

کورونا ساري ناروغي ده ډيره ژر او په سرعت سره له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته انتقالیږي، کچیري رښتیا هم داسي وي، نو زما دوسیه باید اوس دقبر په دفترکې پرته وی، هلته دطبیبانو او کورونا وایروسونو (درحمت او زحمت ملایکو) محکمه کې ورباندي بحث شروع وای.

او بل مهم ټکی د غه سازمان بل ځای وایې: هغه کسان چې د ویني ګر وپ يې (A) وي باید لا زیات محتاط و اوسي ځکه دغه ګروپ والاخلګ دکورونا وایرس مقابل کې نور ولنراېبل دي او ژر په اخته کېږي او زما د وینې ګروپ (A) دی.

یو ځل بیا د پام وړ

ځيني خلګ وایې چې کورونا دکفارو لپاره عذاب الهي ده مسلمانان دي غوړ برېتونه ګرځي نه په اخته کېږي ، دغو کسانو ته دي زما ښه مسلمانۍ مبارک وي، هسي دي دسپين پسه په غاړه کې تور پړی اچوي زما دکور دروازه کې خوشی کوي، نور دي کورونا ته په چمبه ورځي.

د وایرس مقابل کې واکسین جوړونکو ادارو دپام وړ:

دغه ادارې باید واکسین جوړولو کې زما د وینې انټي با‌‌‌‌‌‌‌ډيز څخه کار واخلي، یقینا چې واکسین به یې ښې پایلې ولري.

زما خپله نسخه

او ماچې خپله کومه نسخه دکورونا وایرس مقابل کې د ‌‌‌‌‌‌ډال په ‌‌‌‌‌‌ډول استعمال کړې، هغه دغه لاند څو مقدس توري دي:

بسم الله الذي لایضر مع اسمه شیء في الارض ولافي
السماء وهو سمیع العلیم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

شرافت صاحب سلامونه، یاره د ستا په نسخه کی هیڅ شک نشته،همداسی مسنون دعاګانی دکرونامقابل کی د محترم عبدالمالک همت لیکنه چه همدا ڼن ټکی اسیا کی نشر شوی وی راواخیستی ورته کیناستم ټولی می حفظ کړی .او هر وخت به می لوستلی،حفاظتی ،صحی ،تدابیرو سره سره می ځان الله ج ته وسپاره،هره ورځ په ډاډه زړه کار ته تللم، نتیجه تر اوسه زه روغ یم کرونا نه یم نیولی خو، زما د څنګ همکاران یی ونیول .یو یی مړ ،ځینی کورونو کی قرانطین .او ځینی یی هم شفاخانو کی بستر.ځینی یی هم ای سی ته ورسول. تر همدا تبصره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x