افغانستان

زلمی خلیلزاد کابل ته رارسېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» له دوحې څخه کابل ته راستون شوی.

بي بي سي د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې خلیلزاد به د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره وګوري او په قطر کې له طالب استازو سره د کړو خبرو جزئیات به ورسره شریک کړي.

که څه هم لا څرګنده نه ده، چې په قطر کې د طالب استازو او خلیلزاد د خبرو مشخصه اجنډا څه وه، خو د خلیلزاد له سفر سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې وه، چې خلیلزاد به له طالبانو سره د جګړې د شدت په کمولو او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل لپاره د اړینو ګامونو په اخستلو وغږېږي او تر هغه وروسته به په کابل کې د حکومت له چارواکو سره د خپلو لیدنو په لړ کې د بین الافغاني خبرو په ژر پيل ټینګار وکړي.

زلمی خلیلزاد داسې مهال دوحې او کابل ته سفر کوي، چې د عبدالله او غني تر منځ څو میاشتني سیاسي جنجالونه پای ته رسېدلي او دواړه لوري د واک په سر توافق ته رسېدلي.

بل لور ته حکومت بیا د سولې د هڅو په منځ کې د طالبانو په وړاندې د تعرضي عملیاتو د پيل خبر ورکړی او د زندانیانو د خلاصېدو لړۍ یې درولې، چې په تعقیب یې طالبانو په ځینو ولایتونو کې پر امنیتي مرکزونو موټر بم بریدونه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close