د نن سرلیکنه

توافقي اداره د ملي یووالي حکومت ناکامه نسخه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

بالاخره له نیږدي (۷) میاشتو انتظار، لفظي شخړو او ناندریو وروسته د ښاغلي غني او عبدالله تر منځ د یوې ګډې توافقې ادارې پرجوړولو هوکړه وشوه.

تر نني رسمي توافق وړاندې رسنیو ته د یادې توافق نامې داسې یوه مسوده راووتله چې په هغې کې د شریکو لوریو واکونه او د هغوی ترمنځ د ویشل شویو شخصي امتیازاتو کم او کیف واضح شوی و.
تر هوکړې وړاندې رسنیو ته د هغې د مسودې راوتل دا ثابتوي چې د توافقي ادارې دواړه لوري د ولس لخوا د هغې پر منلو بي باوره دي.

ځکه یې تر رسمي هوکړې وړاندې د هغې مسوده د ولسي استمزاج معلومولو په غرض رسنیو ته په واک کې ورکړې وه.

ترکومه ځایه چې خبره د توافقي ادارې د راتلونکي فعالیت او مؤثریت په اړه ده نو ویلای شو چې هغه کټ مټ د تیر ملي یووالي حکومت یوه ناکامه نسخه ده ، چې نه ولسي مصالح ورکې په پام کې نیول شوي او نه هم له ولسي مشروعیته برخمنه ده.

په یادې ادارې کې بیاهم ټوله خبره پر دې غوټه شوې چې سیاسي واک د معلوم الحاله مفسدینو ترمنځ د هغوی د بقاء په خاطر ویشلی او یو شمیر نور په جنګي جنایتونو تورن ښاغلي ورکې په اعزازي لقبونو نازول شوي دي.

د راتلونکې توافقي اداري کاري مسؤلیت به بیا هم د نیابتي جګړې پرمخ وړل او د سوله ییزوهڅوسبوتاژول وي.

ښايي د یادې توافقي اداري تراعلان وروسته د پر واک مسلطو کړیو ترمنځ داخلي انشعابات رامنځته شي؛ ځکه کومو کسانو ته چې په هغې کې د دوی د خوښې وړ واکونه او امتیازات نه دي رسیدلي هغوی به د امتیازګیري په غرض خامخا له اړونده ټیمونو څخه لاره بیله وي او په دې سره به د یوه بل انشعابي اپوزیسیون جوړیدو ته زمینه سازي کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close