کراچي: افاق احمد که مجرم دی، نو الطاف حسین تر هغه غټ مجرم دی-

bus_on_fire_karachiنن ټکی آسیا: د پیپلز پارټي یو مهم مشر او د کار او خدماتو وزیر ذوالفقار میرزا پرون وویل چي که افاق احمد مجرم دی، نو الطاف حسین تر هغه غټ مجرم دی.

هغه وویل چي په پاکستان کي د هندوستاني مهاجرو اصلي مشر باید افاق احمد وايي.

افاق احمد د مهاجر قومي مومنټ مشر دی چي د الطاف حسین د متحده قومي مومنټ سخت مخالفین دي،

او په کراچي کي ددغه تنظیم سره سخت مخالفتونه او رقابتونه لري.

د ذوالفقار دغه بیان یو ځل بیا په کراچي تاوتریخوالی را پارولی، او د متحده قومي مومنټ وسلوال ګروپونه يي سخت په غوصه کړي دي، چي له امله يې د تیري شپي څخه تر اوسه ګڼ شمیر موټر سوځول شوي او همداسي تر لسو پوري خلک وژل شوي دي.

او له همدې امله د تاجرانو اتحاديې اعلان کړی چي دوی به نن په کراچي او حیدر اباد کي  کارونه ونه کړي او دکانونه به بند وساتي، ځکه چي تیره شپه ۳ دکانونه سوځول شوي دي او د بد امنۍ نور ډیر واقعات را منځته شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د