لیکنېنظــر

سوله کهَ جګړه ؟

هرچا څخه لاره ورکهَ وهَ، نو په داسیِ وخت کیِ د دې خپل منځیو جګړو پر مهال یو داسیِ کس د یو ژغورونکی په توګه رامیدان ته شو چه په ​​زړه کې ییِ یوه هیله درلوده او هغه د دې خپل منځیو جګړو ته ده پایِ تکیِ ایښودل وو.

محمد آصف رفیق

کال ۱۹۹۲ زه د کابل د پهنتون محصل وم، دیر ښه میِ یادیژیِ امتحان ته میِ امادگیِ نیول، ما ته د کابل هوا نارامه ښکاریده، یوار په کابل کیِ اندوخرِ شرِو شو، تا به ویل چه ښارِکیِ انسانان نشته، هر شیِ ټوټې ټوتې شویِ. کابل د شغالانو پلاس ولیدلیِ یو ښار وو. جګړه ونښته، د ځینو جهادي مشرانو لخوا د قدرت په سر جګړه وو. کابل د دې جګړې قرباني وو، خو په عموم کې یې ټول هیواد ځپلی وو.

آنارشیسم په ټول هیواد کیِ واکمن وو. له هرچا څخه لاره ورکهَ وهَ، نو په داسیِ وخت کیِ د دې خپل منځیو جګړو پر مهال یو داسیِ کس د یو ژغورونکی په توګه رامیدان ته شو چه په ​​زړه کې ییِ یوه هیله درلوده او هغه د دې خپل منځیو جګړو ته دپایِ تکیِ ایښودل وو. د ځواک مینه یې نه درلوده، سیاسی جورجاریِ یې نوو ښوښ، هغه امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وو. په ډیر لنډ وخت کې تقریباً په نیمایي هیواد کنټرول ترلاسه کړ.

د وخت په تیریدو سره ځینو جهادي مشرانو له هغه سره بیعت اعلان کر. په تول هیواد یې کنټرول ترلاسه کړ او افغانستان یې له ټوټه کیدو وژغوره. یو مستحکم اسلامي نظام یې برپا کړ او ملي ارزښتونو ته یې په درنه سترګه وکتل. د شر او فساد دله یې له ښارونه څخه ویست، د خلکو عزت یې وژغوره او د خپل منځیو جګړهِ کمبله ور ټول کرِ، یو آزاد او خپلواک هیواد یې بیا جوړ کړ.

زه دلته غواړم دا څرګنده کرِم چه په افغانستان کې جګړهِ ښکاره عوامل لري، د دغو عواملو نه یو د آنارشیسم مدافعین دییِ. دا هغه زورواکیِ دیِ چه د جګړهِ د عواملو نه زیږیدلیِ او پر ملت تپل شوی. دا خلګ هیحً نوع دینیِ، اخلاقیِ، انسانی او فکریِ اصولو ته ژمنتیا نلریِ. هر ډول معاملې ته چمتو دي. د تېر تاریخ په پام کې نیولو سره د شر او فساد دلیِ د دینیِ، اخلاقیِ، انسانی او فکریِ تېروتنیِ په ښکاره ډول لیدلیِ شو.

په کال ۲۰۰۱ اشغالګر امریکا له خپل متحدینو سره د ګران هیواد افغانستان د اشغال پلانونو طرح کوله نو همدغه زورواکیِ (انارشستان) چکچکیِ کول او د اشغالګرو ملایې ور وتړله‌.

امریکایانو د دې ټولو خدماتو په مقابل کې له غلامانونه یوه غوښتنه درلوده، هغه دا چې د افغان اوسیدونکي به په سیاسي لحاظ د خپلواکي،( سیاسي استقلال، او ملي زعامت)
له حق څخه تیریږي. د امریکا واکمنو پریکړو به منیِ او د احترام سلامي به وهي. او همداسې وکړل، د مثال په توګه د دوه ګونی اداره هوکړه.

په ازادیِ مین او خپلواک افغانان هرڅه د حقیقت په هنداره کې ګوري. د تاریخ په اوږدو کې تل د واقعي ازادیِ د ترلاسه کولو لپاره قربانیِ ورکړې. او خپلې مبارزې ته تر هغو دوام ورکړی تر څو یي ازادیِ ترلاسه کریِ.

د دوهم ځل لپاره امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د افغانانو خپلواکي، سیاسي استقلال، او ملي زعامت ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ.

نن د نړۍ یو ستر ځواک نه یواځې ماتې وخوړ، بلکې له خپولو نورو اشغالګرو سره د طالب په وړاندې په زنګونو شو. او د سولې تړون یې لاسلیک کړ. طالب اوس په سیاسي ډګر کې په لوړ مقام کې ولاړ دی. د سیمې د هیوادونو باور یې ترلاسه کړی.

د کابل اداره دا هرڅه نشي زغملی، نو حّکهَ ابو اخیستیِ حّک ته لاس اچویِ. د جرمي جګړو پلانونو طرح کول، پر خلک بمباری، روغتون په هاوان ویشتل او د کوچیانو کیږدۍ په توپونو ویشتل هغه ښکاره او واضح جنایات دی چې د کابل اداره( د شر او فساد دله د داعش او نامعلومو وسلوال ) تر نامه لانیِ کړیِ او کوي.

ډونیا راویښه ده او د ده پلان ور خنثیَ کړ، پر غبرګون کیِ يې د ملکي وګړو خونړي بریدونه د سولې پروسې د مخنیوي په هدف طرحه شوی اوخلګو او نړۍ لپاره یو ستر خطر یادولیِ. د مثال په توگه،

خلیلزاد: د امریکا حکومت ته څرګنده شوې، چې پر ملکي وګړو خونړي بریدونه د داعش له لوري پلان شوي او هغوی د افغانستان د خلګو او نړۍ لپاره یو ستر خطر دی.

اروپا: خونړي بریدونه د سولې پروسې د مخنیوي په هدف طرحه شوی وو، د خلګو او نړۍ لپاره یو ستر خطر دی.

امریکا: د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر خونړي بریدونه د سولې پروسې د مخنیوي په هدف طرحه شوی وو، او په غبرګون کې ویلي، چې هیواد يې په افغانستان کې پایداره سولې ته ژمنتیا لري.

ضمیر کابلوف: د غني د تهاجمي عملیاتو اعلان ییِ د سولې د لارې خنډ بللی.

ټول حقیقت په پام کې نیولو سره، خلګو او نړۍ ته دا روښانه شوه چه د کابل اداره سوله ته ژمنتیا نه لري نو حّکه د جګړو پلانونو طرح کول او تهاجمي عملیاتو پلان واخیستل.

نو اوس پوښتنه دا ده چه د کابل اداره حّه غوایِ تر ترلاسه کړي؟ سوله کهَ جګړه ؟

افغانانو ته می درخواست دی چې راځئ یو موټی شو او له دې ګردابه نه نور ځان خلاص کړو.

جنګ دیِ وړک او نوم دیِ وړک!!!

محمد آصف رفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx