دیني، سیرت او تاریخ

د روژې کفاره

سرمؤلف استاذ عنایت الله (عادل)

۱ـ دروژې کفاره اول دمریی آزادول دي برابره ده مسلمان وي او که کافر.

۲ـ که مریی نه وي دوه میاشتې پرله پسې روژه به نیسي که یوه ورځ یې په مابین کې پاتې شوه بیا به یې دسره نیسي البته په داسې وخت کې به یې نیسي چې د اخترونو او تشریک ورځې پکې رانشي.

۳ـ که نه مریی وي اونه روژې نیولي شي بیا به شپیته مسکینانوته ډوډۍ ورکوي یعنې هر مسکین ته به په مړه ګیډه ډوډۍ ورکوي.

۴ـ په کفاره کې دپورتني ترتیب مراعاتول ضروردي.

۵ـ واجب ده چې په مسکینانو کې داسې څوک نه وي چې نفقه یی پرده لازمه وي لکه مور، پلار، اولاد اومیرمن، داسې خلکوته کفاره نه ورکول کیږي که یې اراده وه چې هرمسکین ته غله ورکړي نو به هرمسکین ته نیمه پیمانه غنم یا اوړه ورکوي یا به یې قیمت ورکوي یا یوه پیمانه وربشې یا ممیز او یا یې قیمت.
یوه پیمانه د دری کیلو معادل ده چې (۲۶۴) ګرامه کیږي نیمه پیمانه یوه نیمه کیلو ده د ګرام په حساب (۱۳۲) کیږي.

په لاندې صورتونو کې روژه فاسده خو صرف قضاء لازميږي نه کفاره:

1- کله چې روژه دار د یوه شرعي عذر په سبب روژه وخوري لکه، سفر، مرض، حمل، رضاع (ماشوم ته پۍ ورکول)، حیض یا نفاس، بی هوشي، لیونتوب.

2- کله چې روژه دار داسې شی وخوري چې په عادت نه خوړل کیږي او د طعام اشتهاء نه پرې پوره کیږي، لکه دواء د شرعي عذر له وجهې، وچ یا لامده اوړه یا زیاته مالګه یو ځل یا پنبه یا کاغذ یا د خورما زړی یا خاوره چې د خاورې په خوراک عادت نه وي.

3- روژه دار د راتلونکو شیانو نه یو شی تیر کړي، لکه شګه، اوسپنه، غټه تیږه، سره یا سپین زر، قلعې، یا سرب.

4- کله چې په روژه دار په زور یا جبر خوراک یا څښاک وکړای شي.

5- کله چې روژه دار خوراک یا څښاک ته ډېر مجبور شي.

6- کله چې په خطا سره خوراک وکړي مثلا فکر کوي چې شپه ده خوراک وکړي بیا چې ګوري سبا وي یا ماښام افطار وکړي چې شپه ده بیا ګوري چې لمر ولاړ وي.

7- یا په اوداسه کې بی اختیاره اوبه ترینه تیرې شي.

8- قصدا په ډکه خوله قی وکړي.

9- کله چې خولې ته باران یا ګلۍ داخل او بې اختیاره ترینه تیر شي یا یې د رمضان د میاشتې پرته نورې روژې فاسدې کړې وي ولو که د رمضان قضایي هم وي کفاره ور باندې نشته.

10- کله چې خپل ستوني ته دود داخل کړي قضایي پرې شته نه کفاره.

11- کله چې په غاښونو کې د یو نخود په اندازه شی پاتې وي او هغه تیر کړي.

12- کله چې په هیره طعام وخوري بیا فکر وکړي چې روژه ماته شوه په مسئله پوه نه وي نو بیا قصدا نور خوراک وکړي.

13- کله چې د شپې نه نیت ونکړي سبا خوراک وکړي.

14- کله چې مسافر د نیمې ورځې نه مخکې د اقامت نیت وکړي بیا خوراک وکړي.

15- کله چې یو مقیم سړی د روژې نیولو نه وروسته سفر شروع کړي بیا په سفر کې روژه وخوري کفاره ورباندې نشته صرف قضایي پرې لازم ده.

16- کله چې روژه دار ټوله ورځ خوراک، څښاک او داسې نور ونکړي خو نه یې نیت د روژې وي نه نیت د خوراک دا روژه نه حسابیږي کفاره پرې نشته خو قضایي به راوړي.

17- کله چې غوړي یا اوبه په غوږ کې وڅڅوي قضایي پرې شته نه کفاره.

18- کله چې په پوزه کې دواء واچوي.

19- کله چې د خیټې یا د سر په زخم کې دواء واچوي نو هغه دواء یې نس ته ورسیږي نو روژه یې ماته ده قضاء پرې شته نه کفاره.

20- د کوم کس نه چې روژه د پورتنیو اسبابو په وجه فاسده شوه لازمه ده چې د رمضان د احترام په وجه باقي ورځ همداسې امساک وکړي (خوراک، څښاک او غیره ونکړي).

د روژې مکروهات په دې ډول دي:

1- پرته له ضرورته د یو شي ژوول یا یې خوند څکل.

2- لاړې خوله کې جمع کول بیا یې تیرول.

3- هر هغه شی چې د روژه دار د ضعیف کیدو سبب ګرځي لکه وینه ورکول یا حجامت (د ښکر په ذریعه د بدن نه وینه ایستل).

هغه کارونه چې په روژه کې مکروه ندي:

1- د ږیرې یا بریتو غوړول.

2- رانجه استعمالول.

3- غسل کول د ګرمۍ د دفع لپاره.

4- د ګرمۍ په خاطر لمده جامه له ځانه تاوول.

5- پرته له اوداسه په خوله یا پزه کې اوبه ګرځول.

6- مسواک وهل د روژې د ورځې په اوږدو کې روژې ته زیان نه رسوي بلکې سنت دی.

د روژه لرونکي لپاره لاندې کارونه سر ته رسول مستحب دي:

1- پیشمنی کول.

2- په پيشمني کې تأخیر کول خو مناسبه ده چې د سبا کیدو نه څو دقیقې مخکې خوراک بس کړي څو په شک کې واقع نشي.

3- په افطار کې بیړه کول (څنګه چې لمر ډوب شي روژه ماته شي).

4- دا چې د لويې بی اودسۍ نه له سبا کیدو نه مخکې ځان پاک کړي.

5- خپله ژبه د دروغو، غیبت، شیطانۍ او ښکنځلو نه وساتي.

6- د رمضان میاشت فرصت وګني د قرآن په تلاوت او ذکر مشغول واوسي.

7- له قهر او غوصې نه ځان ساتل.

8- خپل نفس له شهواتو نه وساتي ولو که حلال کارونه وي.

هغه عذرونه چې د روژې خوراک جايز کوي:

اسلام فطري دین دی انسان د خپل توان نه زیات نه مکلف کوي او الله په خپلو بندګانو مهربان دی، کله چې چاته د روژې په نیولو ضرر یا کړاو رسیږي هغه ته یې د روژې خوړلو اجازه ورکړې ده، خو بیا چې کله عذر دفع شو قضایي به راوړي نو د روژې خوراک په لاندې صورتونو کې جواز لري:

1- د مریض لپاره چې کله روژه نیول ورته ضرر کوي یا یې مرض زیاتوي.

2- د مسافر لپاره د روژې خوراک جایز دی خو چې دومره سفر وي چې لمونځ پکې قصر شي.

3- هغه کس ته چې سخته لوږه یا تنده پیښه شي او د مرګ خطره یې وي.

4- حاملې ښځې ته چې کله روژه دې ته یا ددې ماشوم ته په خیټه کې ضرر رسوي.

5- هغې زنانه ته روژه خوړل جایز دي چې ماشوم ته شیدې ورکوي خو که روژه نیولو دې ته یا یې ماشوم ته ضرر رسولو.

6- حایضې یا نفاسې ښځې ته روژه خوړل جواز لري بلکې واجب ده چې دا ډول ښځې روژه وخوري که روژه ونیسي نو روژه یې سمه نده.

7- شیخ فانې ته چې روژه نیولی نشي د روژې خوراک جایز دی قضایي هم پرې نشته بلکې فدیه به ورکوي یعني: د هرې ورځې په مقابل کې به د یوې سرسایې په اندازه مسکین ته طعام ورکوي.

8- نفلي روژه نیوونکې ته جایز ده چې روژه بې له عذره وخوري خو قضایي راوړل یې پرې لازم دي.

9- د مجاهدینو لپاره د روژې خوړل د جهاد په میدان کې جایز دی خو بیا به یې قضایي راوړي.

10- چا باندې چې قضایي روژې وي مستحب ده چې په بیړه یې قضایي راوړي خو وروسته کول یې هم جایز دي برابره خبره ده قضایي روژې پر له پسې نیسي یا په متفرق ډول.

11- که یو چا قضایي تر دې پورې وروسته کړه چې بل رمضان پرې راغلو نو اداء به په قضاء مقدم کوي (د نوي رمضان روژې به نیسي د تیر رمضان روژې به بیا ونیسي) فدیه هم ورباندې نشته.

د روژې فضيلت

نبي کریم  فرمایلي دي: د روژی نیوونکي خوب عبادت دی، خاموشي یې تسبیح ده او د عمل ثواب یې زیاتیږي، دعایې مقبوله او ګناهونه یې بښل کيږي.

په بل حدیث کې راځي چې روژه د دوزخ نه د بچ کیدو لپاره ډال او مضبوطه قلاء ده خوکله چې روژه لرونکی دغه ډال په دروغو او غیبت سره څیرې نه کړي. هدف دا چې روژه د ډال کار کوي خو هله چې دګناهونو څخه یې محفوظه کړي. به بل حدیث کې راغلي دي چې روژه لرونکي ته د هرې روژې ماتولو په وخت کې دداسې دعا کولو اجازت وي چې د قبلیدو یې خاصه او ځانګړې وعده ده.

په یوه حدیث کې راغلي چې څوک روژه دار ته روژه ماتی ورکړي نو د روژه لرونکي ثواب ورته حاصلیږي او د هغه له ثواب څخه هم څه نه کمیږي. ولو که معمولی شی وي لکه اوبه.

په بل حدیث کې نبي کریم  فرمایي: الله پاک په نیکو کارونو ثواب ټاکلی له لس چندو څخه تر اووه سوه چنده پورې، خو د روژې په هکله فرمايي چې روژه زما لپاره ده او بدله به یې زه په خپله ورکوم. خو دا فضیلت به هله وي چې د روژی حق اداء شي او روژه له ټولو ګناهونو څخه وساتل شي.

او دا چې الله فرمایی چې روژه زما لپاره ده او بدله به یې زه ورکوم ددې نه دا خبره معلومیږي چې په روژه کې ریا نه راځي ځکه که څوک روژې خوړلوته قصد وکړي هر ځای یې خوړلی شي خو چې نه یې خوري معلومه شوه چې خاص د الله لپاره یې نیولې ده.

د یوه حدیث جزء دی چې روژه تی ته هره ورځ اویا زره ملایکې د بښنې دعا غواړي او په رمضان کې د هر رکعت لمانځه په مقابل کې یوه ونه په جنت کې شنه کیږي چې تر سیوري لاندې به یې یو سپور پنځه سوه کاله مزل کوي.

او د جنت حورې الله ته فرمایی چې موږ ته له روژه نیوونکو څخه خاوندان وټاکه.

په نذر څه وخت وفا واجبه ده؟

که چا دنیک عمل نذر ومانه چې الله ته به فلانی عبادت کوم نو وفا کول پرې واجب دي او که چا د ګناه د کارونو نذر ومانه چې په ما دې نذر وي فلانۍ ګناه به کوم وفا دې پرې نه کوي یعنې داسې نذر د سر ته نه رسوي رسول الله  فرمایي: «من نذر ان يطيع الله فليطعه و من نذر ان يعصيه فلا يعصيه». رواه البخاری

په نذر وفا هغه وخت واجب ده چې دری شرطونه پکې جمع شي:

1- نذر به د داسې عبادتونو نه وي چې د هغه له جنس نه واجبات موجود وي لکه روژه او لمونځ.

2- دا چې نذر شوی به داسې عبادت وي چې مقصود لذاته وي د بل عبادت وسیله به نه وي.

3- داسې عمل به نه وي چې مخکې له نذر منلو واجب وي.

نو په همدې بنا نذر د اودس صحیح ندی ځکه اودس مقصودي عبادت ندی بلکې د عبادت ذریعه ده چې هغه لمونځ دی، که یو څوک اودس کوي او لمونځ نه کوي هیڅ فایده نه لري او همدارنګه د سجدې تلاوت نذر صحیح ندی ځکه سجده تلاوت بې له دې چې نذر کړي پرې واجب ده چې کله د سجدې آیت تلاوت شي.

د مریض پوښتنه نذر کول درست ندي ځکه له دې جنس څخه بل واجب نشته.

که یو چا د اختر په ورځو یا د تشریق په ورځو کې د روژې نیولو نذر ومانه نذر یې صحیح اما په دې ورځو کې روژه نیول شرعا منع دي نو واجبه ده چې په دې ورځو کې خوراک، څښاک او داسې نور وکړي روژه ونه نیسي بیاپه نورو ورځو کې قضا راوړي.

اخځليكونه

ددې موضوع د ليکلو لپاره له لاندې ماخذونو څخه استفاده شوې ده:

1. قرآن کريم، تنزيل من الرب العلمين او د هغه ځينې تفاسير.

2. د احادیثو کتابونه او ځینې شرحې.

3. الهداية شرح البداية، د امام برهان الدين ابوبكر المرغيناني تصنیف.

4. البحر الرائق د امام ابو البرکات عبدالله بن احمد بن محمد نسفي تصنیف.

5. بدائع الصنائع د امام محمد بن علي بن محمد بن عبدالله الشوكاني اليمني تصنیف.

6. الأوزان الشرعية، د مفتي محمد شفيع تصنيف.

7. الفقه الاسلامي و أدلته، د دکتور وهبة زحيلي تصنيف.

8. فقه الزکاة، د دکتور يوسف القرضاوي تصنيف.

9. الموسوعة الفقهية الکويتية د کویت د ارشاد، حج او اوقافو د علماوو د ټولګې تصنیف.

10. فتاوی هندیة د لشيخ نظام وجماعة من علماء الهند تصنیف.

11. القاموس الفقهي د سعدي أبو جيب تصنیف.

12. مختار الصحاح د محمد بن أبي بكر بن عبدالقادر الرازي تصنیف.

13. الاختيار لتعليل المختار د ابن مودود الموصلي تصنیف.

14. البحر الرائق شرح كنز الدقائق د زين الدين ابن نجيم الحنفي تصنیف.

15. تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق

16. فقه السنة د الدكتور محمد ضياء الرحمن الأعظمي تصنیف.

17. الفقه المیسر د صالح بن غانم السدلان تصنیف.

18. مجلة الأحكام العدلية د عثماني خلافت د دورې د علماوو او فقهاوو څخه د ترکيب شوې ډلې تصنيف.

19. تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق د فخر الدين عثماني بن علي الزيلعي تصنيف.

20. الفتاوي البزازية بهامش د محمد ابن البزاز الكردري تصنيف.

21. العناية بشرح الهداية د محمد بن محمود البابرتي تصنيف.

22. الدر المختار د محمد علاء الدين الحصكفي تصنيف.

23. التعريفات الفقهية د محمد عميم الاحسان المجددي تصنيف.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close