افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمي خلیلزاد له اشرف غني او عبدالله سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمي خلیلزاد» کابل ته راغلی،  دلته یې د حکومت له دواړو ونډه والو «غني او عبدالله» سره لیدلي او د افغان سولې په اړه ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې په راتلونکو اقداماتو او تر مذاکراتو وړاندې «اوربند» او «تاوتریخوالي کمښت» ټینګار وکړ او خلیلزاد تیاری وښود، چې یاده موضوع له طالبانو سره شریکه کړي.

خبرپاڼه کې  وړاندې زیاته شوې «همداراز د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې د افغانستان حکومت او طالبان په دې برخه کې په یو واضح او معقول میکانېزم چې د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو له لوري رامنځته او دواړو لوریو ته د منلو وړ وي، هوکړې ته ورسېږي.»

د حکومت دواړه ونډه وال داسې مهال د مذاکراتو تر  پیل وړاندې د اوربند هیله لري، چې د حکومت له لوري د طالبانو په وړاندې تعرضي عملیات اعلان شوي او امنیتي بنسټونه هره ورځ د لسګونه طالبانو د وژلو ادعا کوي.

بل لور ته د حکومت له لوري د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ هم درول شوې او ادعا شوې، چې ددوی زر تنه عسکر طالبانو نیولي، خو اوس یې په اړه جواب نشي ویلای.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close